The news is by your side.

اريان خان: په ملي سټيج ملي احساسات ځپل کيږي

خبريال ويبپاڼه/ د افغانستان تکړه ممثيل او سندرغاړي اريان خان په خپله فسبوک پاڼه يوه اوږده ليکنه کړي، او په دې ليکنه کې يې د ملي تلويزون مشرتابه ننګولی او تر دې سرليک لاندي( ښاغلی مياخيله! دا څه روان کړي دي ) په هغه يې سختي نيوکي کړي دي.

اريان زياته کړي چې د ملي تلويزون اوسنی مشر محمد اسماعيل مياخيل د افغان هنرمندانو په احساساتو ملنډي وهي هغوی ته وحت نه ورکوي او د هغوی استعدادونو ځپي.

اريان خان په خپله ليکنه کې کاږې چې دا ځل مي د افغانستان د ۱۰۱ کليزي لپاره ځيني ځانکړي هنري کارونه چمتو کړي وو. چې له هغې ډلې ملي سرود (د يوه غږ او ملت) په نامه جوړ کړی و، چې پکې تاريخي ټکي او شعارونه او د غازي امان الله خان ياد هم پکي راغلی وو.

ښاغلی اريان خان زياتوي ( ما د خپلواکۍ د جشن لپاره ځانکړی ملي سرود، د غازي امان الله خان لپاره پوره پيکج، او د غني افغانستان سرود هم راسره وه ، او وطن ته مې نوري ملي تراني هم جوړي کړي وې)

ښاغلی خان وايې چې يوه ماشت مخکي کابل ته راغلم او د ملي تلويزون له مشر سره مې اړيکه ونيوله او هغه ته مي د ملي سرود او ځينو هنري کارونو په اړه وويل. له هغه څخه مې د وخت اخيستلو غوښتنه وکړه تر خپلي هنري اثر مينوالو ته وړاندي کړم.

خو دی تور پوري کوي او وايې د ملي تلوزون مشر هغه چاته وخت ورموي چې لويه واسطه ولري، ولمسشمر وپيژني ، وزير ، وکيل يا کوم بل سياستوال وپيژني. خو دی وايې چې واسطه مې نه وه، رشوت مې نشو ورکولای ځکه چا وخت را نه کړ.

اريان خان سخته ناهيلي ښکاره کړي او ويلي دي چې نور په ملي تلويزون کې د دده لپاره او دده په څير د نورو تکړه هندانو لپاره ځای نشته ځکه دی زياتوي چې ملي تلويزون د مياخيل په انحصار کې دی له ملي تلويزون څخه يې شخصي تلويزون جوړ کړی دی.

.اريان خان د خپلي ليکني په وروستيو کې کاږي چې د ملي تلويزون مشر مياخيل په لوی د افغاني هنرمندانو استعدادونه ځپي. دی تور پوري کوي چې مياخيل نه غواړي افغان هنرمندانو ته وخت ورکړي. خو ولي له بله پلوه بيا له نورو ژبو سريالونه او سينمايې فلمونه را ژباړي. چې دا د افغاني هنرمندانو په ژوند او کار ناوړه تاثير کوي.
دی وايې چې په ملي تلويزون کې افغاني هنرمندانو ته ځای نه وي هغوی چيرته ولاړ شي په کوم ځای کې کار وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.