The news is by your side.

افغان ځواکونه خپل ځواک نندارې ته وړاندي کړ

خبريال ويبپاڼه /نن پنج شنبه د افغانستان وسلوال پوځ، خپل ځواک ننداري ته وړاندي کړ‍. له ملي دفاع وزات څخه په يوه خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي چې نن پنج شنبه دغه نظامي مانور په داسې حال کې تر سره شو چې د افغانستان ټولو امنتتي ځواکونه په دغه تطبقاتو ( د ځواک په ننداري) کې برخه لرله.

وړاندي په اعلاميه کې ويل شوي چې د ملي ځواکونو دغې نندارې ته د ملي امنيت شورا سلاکار احمد الله محيب ، د ملي دفاع سرپرست وزير اسد الله خالد ، د کورنيو چارو وزارت وزير او د پارلمانو غړو او د ځينو هيوادنو د سفارت فرهنګي اتشيو برخه لرله.

د ملي ځواکونو د ځواک ننداره په پلازميني کابل کې په داسې حال کې تر سره شوه چې د افغانستان ټولو امنتي اروګانونه ملي اردو ، ملي پوليسو او ملي امنيت برخه لرله.

بايد وويل شي چې د ملي دفاع سرپرست وزير اسد الله خالد رسنيو ته ويلي چې د ملي ځواکونو دغه تطبقات يې ددې په خاطر په لاره اچولي ترڅو د اففانستان دوښمانو ته وښيې چې د افغانستان وسلوال پوځ څومره قوت لري.
ښاغلي خالد زياته کړي چې دوی فکر کول چې سوله به راشي، خو هغه د افغان ولس ته ډاډ ورکړ او ويې ويل چې ملي ځواکونه به يې په هر حال کي ساتنه کوي.

د کورنيو چارو وزير هم د افغانستان ملي ځواکونو وستايل او ويې ويل چې هغوی په هر حال کې هر ډول عمليات تر سره کولای شي.
ښاغلي اندرابي زياته کړه چې اوس يې ځواکونه له هره پلوه په ځان بسيا او د هر ډول علمياتو لپاره چمتو دي.

هيره دي نه وي چې په پلازمينه کابل کې د ملي ځواکونو د ځواک له ننداري څخه مخکي د پکتيا په اريوب او د ننګراهار په ګوشته او د کندارهار په سپين بولدک وسلواليو کې دې ورته ملي ځواکونو د ځواک نندارې وړاندي شوې.

څو.ورځي مخکي د ډيورنډ کرښي ته څيرمه د افغان ځواکونو د ننداري په ترڅ کې د ملي پوځ لوی درستيز حسن ضيا رسنيو ته وويل چې د ملي ځواکونو دغه نظامي تطبقات يې ددې لپاره په لاره اچولي تر پاکستاني لوري پو او نور له کرښي دې غاړي ته را مخکي نه شي.
ښاغلي حسن ضيا زياته کړه چې که نور پاکستاني ځواکونه يوه لويشت هم له کرښې دې خواته پښه راواړوله نو دوی به يې په وړاندي سخت غبرګون ښکاره کړي.

بايد وويل شي چې ددو هيوادنو تر منځ پر پوله نظامي تطبقات او مانورونه هغه وخت تر سره کيږي چې تر منځ اړپکي خرابي او يو بل ته خپل زور ښايي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance