The news is by your side.

تېرو ٤ کلونو کې د ١٠٩٢ ودانیزو پروژو چارې پیل شوي

خبریال وېب پاڼه/ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تېرو ٤ کلونو کې د هېواد په کچه د ١٠٩٢ ودانیزو پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوي.

په دې موده کې ١٦٥ پروژې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته سپار شوي دي، ٢٨٧ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي او د ٦٤٠ پروژو د سروې او ډیزاین او تدارکاتو چارې دوام لري.

له دې ډلې ٥٩٧ پروژې په ښوونیزې او تحصیلې برخو کې، ١١٠ پروژې په اداري او ټولنیزې برخه کې، ١٠ پروژې په صنعتي او کرنیزې برخه کې، ١٥٠ پروژې په روغتیایي او سپورتي برخه کې او ٢٢٥ پروژې په دیني او مذهبي برخه کې پلي کیږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه په دې وروستیو کې د ساختماني پروژو د داوطلبۍ چارو د پر مخ وړلو صلاحیت د دې وزارت ولایتي ریاستونو ته تفویض کړی، چې په دې سره تدارکاتي پروسو کې روڼتیا تطبیق او ساختماني پروژې پر وخت پلې شي.

یو شمېر لېرې پرتې کلیوالې سیمې چې نسبي امنیت نه لري او د حکومت د وسله والو مخالفینو تر واک او کنټرول لاندې دي، په کې د ودانیزو او هر ډول پروژو د تطبیق امکانات نشته.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې داسې سیمې هم شته چې د څو لسیزو جګړو او نا امنیو له وجې په کې هېڅ ډول پروژې نه دي پلي شوي.

لېرې پرتې سیمې چې تر ډېره د حکومت له پامه غورځول شوي، خلک یې له حکومت ګیله لري، چې هېڅ ډول رغنیزې پروژې نه ور وړي او په خپلو سیمو کې د مهمو پروژو پلي کېدل غواړي څو دوی او ماشومانو ته یې د ژوند او زده کړو امکانات او سهولتونه برابر شي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance