The news is by your side.

د پښو د ګرميدو علت څه شی دی؟

خبريال ويبپاڼه/ په عمومي توګه د پښو د ګرميدا علت په بدن کې د ځيني عصبنو (عصبي رشتو) ته د زيان رسيدو له امله وي.
چي ډيری وخت دغه ناروغي د شکري ناروغۍ پوري هم تړاو لري. چې د پښو په ځينو برخو کې ضربه يا زخمي کيدا هم کيدای شي د پښو.د ګرميدا سبب شي.

هيره دې نه وي چې په دغه مقاله کي د پښو د ګرميدا په اړه څو لنډ مواريد مو راټول کړي دي.

که څه هم د پښو د ګرميدا علتونه ډير دي. خو ډيری هغه يې ډي ډير ژور او په اسانه نشي معلوميدای، ځکه د پښو د ګرميدا ځيني علتونو په وړو عصبي رشتو پسې اړه لري.
خو دا هم بايد وويل چې تنګ بوټونه او هغه بوټونه هم د پښو د ګرميدو باعث ګرځي چې په منځ کې يې فوم(سفنج) هوار وي.
ځکه دغه فوم د ځينو عصبي رشتو د تخريب سبب ګرځي دغه عصبي رشتي دي چې زموږ په بدن کې د سيګنالونو د انتقال دندن پرغاړه لري. چې له امله يې موږ د پښو د ګرميدا په ناروغي اخته کيږو.

۱علت: نورو تراپي

د ډير مودې لپاره او په زپاته کچه له قندو او خوږو څخه استفاده کول هم د ويني قندونه اضافه کوي. چې امله د ويني رګونه تخربيږي.
په وينه کې د خوږي (شکري) ډير والی په وينه کې د عصبي سيګنالونو مخنيوی کوي، چې ددغه سيګنالو د مخنوي په صورت کې د بدن په ځينو برخو کې ځني اثرات رامنځته کيږي، په تيره بيا د پښو لاندنۍ برخه(تلو) کي ګرموالی رامنځته کيږي.

همدارنګه لوړ فشار هم د پښو په ګرموالي جوت ثاتير غورځوي. چې د لوړ فشار له امله رګونه پړسيږي او نشي کولای د ويني پواسطه اکسجن انتقال کړي نو له همدي امله د بدن په وروستۍ برخه چې پښي دي ګرموالی رامځته کيږي.
ځيني نور عومل چې له امله يې زموږ پښې ګرميږدي دا دي.
چاغي ، د ويني لوړ فشار ، سګريت څکول، د شرابو او الکولي څيزونو څيښل.

د مشروباتو زيات څښل
په زياته اندازه د مشروباتو څښل په بدن کې نوروتراپي په نامه يوه نوي عصبي ناروغۍ رامنځته کوي. چې ددې ناروغۍ د رامخته کيدو تر ټوله لويه نښه د پښو ګرميدا ده.

او بل لوی علت يې د کارکوت ماري توس ناروغي ده.
دغه عصبي ناروغي چې ارثي هم ده. چې امله زموږ کنټرول په عصبي رشتو راکميږي او د بدن په ډيرو برخو کې له نا انډولۍ سره مخ کيږو.
چې ډيری وخت خو آن د بې حسۍ سره هم مخ کيږي يعني نشو کولای د بدن ګرمايش يا ځني نور عوامل حس کړو.

د پښو ګرميدا ډيری وخت له جراحي عملياتو او په مغزي برخه کې د ضربي له خوړولو څخه هم رامنځته کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.