The news is by your side.

غني: سولې ته مو په اراده او ژمنتیا کې عملي اقدامات ترسره کړي

خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر غني وایي، حکومت یې د طالبانو سره د سولې مخامخ مذاکراتو لپاره ټولې پلمې او خنډونه له لارې لرې کړِي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه په یوه ویډیویي پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې تل پاتې اوربند وکړي او د افغان حکومتت سره د سولې مخامخ مذاکرات پيل کړي.

د نوموړي په وینا افغان حکومت یوازې د سولې لپاره ژمن نه دی او نه یې اراده پخه ده، بلکې د سولې  لاره کې یې زیات عملي اقدامات او کارونه هم ترسره کړي دي، چې د زرګونو طالب زندانیانو خوشې کول او د سولې مشورتي لویې جرګې رابلل یې غوره مثالونه دي.

غني وویل: “د تل پاتې او با عزته سولې لپاره یې ټولې زمینې مساعدې کړي.
موږ د سولې لپاره یوازې خپله اراده او ژمنتیا نه ده ښودلې، بلکې عملاً مو هڅې او کوټلي اقدامات کړي دي. د زرګونو طالب بندیانو خوشې کول او د سولې مشورتي لویې جرګې رابلل زموږ د هڅو ژوندي مثالونه دي.”

ولسمشر غني وایي د داسې سولې غوښتونکی یم چې د افغانستان ټول قومونه او ولسونه په کې د امنیت په فضا کې د یو او بل تر څنګ ارام ژوند ولري.

غني په ډاډ سره وویل: “با عزته او تل پاتې سوله حتماً راتلونکې ده، ځکه چې په خپلو ټولو هڅو، کوښښونو او پوخ عزم سره مو مو د افغانستان د سولې بحث په ملي، سیمه اییز او نړیوال بحث واړولو.”

دا په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د افغان سولې پروسه، د بندیانو د خوشې کولو او تبادلې د درېدو له امله له ځنډ سره مخ شوې ده.

که څه هم مشورتي لویې جرګې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدل تایید کړل، خو اوس ولسمشر غني وایي که د امریکا په فشار دغه زندانیان خوشې کړي، نو نړۍ ته به له دې زندانیانو ستر جوړ شي او له افغانستان نه به نړۍ ته د نشه یي توکو قاچاق بیا زور واخلي.

بل لور افغان حکومت د درنو جرمونو پاتې ٣٤٠ طالب بندیانو د خوشې کولو نه وړاندې له طالبانو غواړي چې د دوی ٢٠٠ سرتېري چې ٢٤ کومانډویي سرتېري هم په کې شامل دې ور خوشې کړي، طالبان بیا وایي چې د افغان حکومت پوره زر بندیان یې خوشې کړي او تر هغې به د حکومت له پلاوي سره د مذاکراتو مېز ته حاضر نه شي څو د دوی لانجمن بندیان خوشې نه شي.

افغان حکومت بیا د طالب بندیانو په خوشې کولو کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو ملاحظات لري، هغه هېوادونه چې د ٣٤٠ طالب بندیانو چې په کې د نشه یي توکو ستر قاچاقبران او د اعدام پر حکم محکوم شوي مجرمین شامل دي او یادو هېوادونو ته یې زیان رسېدلی یا یې د اتباعو په وژنو تورن دي نه غواړي افغان حکومت د طالبانو دا بندیان ور خوشېې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.