The news is by your side.

د آويشتن بوټی او د ملا درد غوره علاج

خبريال ويبپاڼه/ په اوسني وخت کې د ملا درد هغه ناروغي ده چې تر نورو ناروغيو ډيره عامه او آن تقريبا په ژوند کې ټول خلک يو ځل حتمن ورسره مخ کيږي.

سوال دا دی چې د مخکي زمانو يا وختونو په پرتله ولي په اوسنيو وختو کې د ملا درد بيخي زيات او عام شوی دی. دا ځکه ژوند پرمختګ کړی، تر ډيره ژوند ښاري شوي د ژوند ډيری توکي مصنوعي شوي دي. چې تر ډيره دغه مصنوعي توکې د ملا د درد باعث ګرځي.

د انګلیستان د روغتيا د وزات څخه په نوي خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې د ژوند د بڼي په بدلون او د سم غذايې رژيم نه درلودل او د ملا په برخه کې ضربه دروند کار او د خواهشاتو نه کنټرول دی چې موږ د ملا په درد اخته کوي.
شايد د ملا درد د کينستا له ناسمي بڼي څخه هم راپيدا او يا د ملا په برخه کې ډير وړوکی زخم هم د ملا د درد باعث ګرځي.

بايد دا هم وويل شي چې موږ کولای شو د خپل غذايې رژيم په ډير کم بدولون سره د خپلي ملا درد کنټرول کړو. او داسې هم کيدای شي چې د خپل غذايې رژيم په بدلون سره د ملا درد لا زيات کړو.

خو که غواړئ د تل لپاره د ملا له درد څخه ځان خلاص کړئ نو د آويشن په نامه بوټي وخورئ.
آويشن هغه بوټی دی چې په ويالو او لمدو ځايونو کې ډير پيدا کيږي لکه څنګه چې تاسي په پورتني تصوير کې ويني اويشن ګشنيږ (دڼيا) ته ورته شګل او پاڼي لري چې له نورو بوټو سره يې جوت توپير کولای شئ.

ډاکټر مايکل لوين چې د امريکا د فلوريډار ايالت په ستون فقرات د مغزو او اعصابو په موسسيه کې ډاکټر دی ، د آويشتن بوټي په اړه وايې چې دغه بوټي په قدرتي ټول د ملا د درد تر ټولو غوره علاج دی.

په دغه بوټي کې داسي مواد شتون لري چې کولای شي په ډير ژر ډول د انسان د بدن دردونو را کم او د التهابي ضيد خاصيت په درلود سره ددغه بوټي په مرسته کولای شو چې د ملا په برخه کې د ميکروب او زخمونو څخه مخنيوی وکړو.

د ستون فقرات او مغزي برخي مختصيص مايل لوين وايې کله چې انسانان د ملا په درد اخته کيږي تر ټولو لومړی يې فکر د کمياوي درملو په لور کيږي چې څه ډول د درد د تسکين درمل بايد واخلم. خو دغه طبعبي بوټی کولای شي ستاسو د ملا درد په بشپړ ډول له منځه يوسې.

تاسو کولای شي د آويشتن له بوټي څخه په ورځني ډول کار واخلئ يا يې په پخلي کې وکاروئ او يايې هر وخت په شنيو چايو کې وڅښئ شين چای د نکوټين مادي په درلودو د څه وحت لپاره د ذهن د ارام سبب ګرځي.
ځينې څيړونکي وايې چې له سخت تمرين او يا ځينو درنو کارو وروسته بايد اويشتن له بوټي څخه ګټه واخيستل شي ځکه ډيری وخت د ملا درد د سخت کار له امله وي.

دغه انګريز ډاکټر وړاندي زياتوي که د ملا شديد درد ، د عضلاتو بې حسي او د مثاني او تناسلي آلي په برخه کې پر يوه وخت دغه ستونزه لرئ نو حتمن بايد متخصيص ډاکټر ته ولاړشئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.