The news is by your side.

څنګه کولای شو يو غوره شخصيت ولرو

خبريال ویبپاڼه /د غوره شخصيت درلود ډير اسانه دي چې هر څوک کولای شي په ډير ساده او اسانه ډول خپل ژوند او خپل شخصيت لوړ او بهتره کړي.
هغه يو متل دی چې وايې: خپله ژبه هم کلا ده هم بلا.
دا موږ خپله يو چې ځانته کوم مسير او تګلوری ټاکو دا موږ يو چي څنګه د خپل شخصيت بڼه ټاکو دا موږ يو چې خپل ژوند څنګه او څه جوړوو.

نو که غواړئ چې غوره شخصيت ولرئ او ټول درباندي باور وکړي دغه څو لارې چاري تر سره کړئ.

۱: صداقت (رښتونولي)

انسانان په خپلو منځو کې تر ټولو هغه چاته ډير ترجيح ورکوي چې صداقت ولري. صداقت لويه سرمايه ده که څوک ترې برخمن وي کولای شي چې هر څوک پرې باور وکړي.

۲:وفادري
دا هم د صداقت يو ډول دی يوازي په دې توپير چې وفاداري په عمومي ډول هغه څه ته ويل کيږي په ټړلنيز ژوند کې په تړونونو يا وعدو وفا کولو ته وايې چې د انسانانو تر منځ تر سره کيږي.

۳: اعتماد (باور)
اعتماد باور خاصيت په ځان کې پيداکول غوره کار دی ځکه د اړيکو اساس په اعتماد ايښودل کيږي که باور او اعتماد نه وي هيڅ به سره ملګرتيا ، خپلوي او انډيوالي ونه پالي ، د خاوند او ميرمني ګډ ژوند به هم لا ناشونی وي که اعتماد نه وي.
پر چا اعتماد کول او په هيڅ چا اعتماد نه کول دواړه ښه کار نه دی.

۴: احترام
آرتا فرانګلين وايې هيڅ شی تر احترام غوره نه دی.
يوازي احترام دی چې موږ د خلکو زړونو ته ننباسي. که زموږ احترام زده وي کولای شو د خلکو په زړونو پاچاهي وکړو.که موږ د نورو احترام وکړ نور حتمن زموږ احترام کوي.

۵: عاجزي
عموما انسانان تر ځان لوړ او متکبير خلک نه خوښوي.
او له بل پلو تکبر لوي ګناه هم ده ځکه روانشناسان وايې څوک چې تکبر کوي هغه په يوه خطرناکه روحي نارړغۍ اخته ده.

مهرباني
بل هغه ښه خصوصيت دی چې د شخصت لوړو پوړيو ته رسوي. مهربان خلک تل د خلکو په زړونو کې ناست وي. مهرباني يا له خلکو سره د نيکي کولو د حس پياوړتيا په هغه چا کې وي چې زړه يې پاک او په چا يې خوا بديږي.

صبر کول ، د زغم او حوصلي درلودل ، تل منطقي اوسيدل او نورو خلکو درک کول او دې ورته نور هغه کارونه دي چې په ترسره کيدا يې موږ د شخصيت اوج ته رسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.