د سعوي وليهعد محمد بن سلمان له باجوه سره ليدنه رد کړه
خبريال ويبپاڼه/د سعودي عربستان وليهعد محد بن سلمان د پاکستان له لوی درستيز جاويد قمر باجوه سره ليدنه رد کړي ده .
دا ليدنه په داسي حال کې د سعودي عربستان د وليهعد له لوري لغوه کيږي چې په دې وروستو کې د پاکستان او سعودي اړيکي خړ پړ شوي دي.
تيره دوشنبه د پاکستان لوی درستيز جنرال جاويد قمر باجوه او د استخباراتي ادراي مشر فيض محمد د سعودي عربستان پلازميني رياض ته سفر وکړ.
او غوښتل يې د سعودي عربستان له وليهعد سره وګوري او د پاکستان د ترينګولو اړيکو د رغولو لپاره له هغه سره خبري اتري وکړي.
خو د سعودي عربستان وليهعد د پاکستاني پوځ له لوی درستيز سره ليدنه لغوه کړه. چې هغه وروسته جنرال باجوه ددفاع له مرستيال وزير سره وکتل.
د رپوټونو له مخې داسې ويل کيږي چې د سعودي عربستان او پاکستان اړيکې له هغه وروسته ترينګلي شوي چې په يوه غږيز پيغام کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سعودي ګرم وبلل او يې ويل چې سعودي د يوه اسلامي هيواد په توګه يې د کشمير په مسله کې د پاکستان تر شا ونه دريده.
او ښاغلي قريشي په دغه غږيز پيغام کې دا هم ويلي چې که سعودي ورسره ملاتړ هم ونه کړي دوی يې په خپله په يوازي سر د کشمر د کشالي په وړاندي ودريږي.
د سياسي شنونکو په وينا د سعودي او پاکستان د اړيکو خړ پړتيا ځني دلايل هم شته.
د شنونکو په باور چې سعودي غواړي په پاکستان کې د ترکيې له نفوذ څخه مخنيوی وکړي.
هيره دې نه وي چې سعودي له پاکستان څخه د هغه ترکيې سريال ارل طغرل د بنديدو غوښتنه هم کړي وه چې په تاريخي مسايلو راڅرخي.
له بله پلوه بېا پاکستاني چارواکو په رسنيو کې د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ د اړيکو ترينګلتيا رد کړي او سعودي يې د پاکستان يو ښه دوست بللی دی.
تيره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان رسنيو ته ويلي چې سعودي عربستان د پاکستان تر ټولو نيږدي دوست هيواد دی.
عمران د خپلو خپرو په ترڅ کې د سعودي وليهعد خپل ديني ورور ياد کړ.
د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت څخه په يوه خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي چې سعودي د پاکستان دوست هيواد وو او تل به.وي.
پاکستاني چارواکو سعودي عربستان دغه چاپلوسي له هغه وروسته پيل کړي چې سعودي اعلان وکړ چې په د نا امنينو له ويرې به په پاکستان کې د دوی ځيني پروژي لغوه اعلان شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.