پالک د سبزيجاتو تر ټولو غوره خواړه

خبريال ويبپاڼه/ که څوک غواړي چې داسي غواړه وخورئ چې له روغتيايې پلوه هم ډير ګټور او بله پلوه په هر ځای کې ښه پريمانه او په ارزانه توګه پيدا کيدای شي. نو پالک انتخاب کړي.

شايد څو ځله مو د نورو خوړو پّه څير پالک هم خوړولي وي خو شايد د پالک له حيراونکو. کټو څخه به يې خبر نه ياست.
.د غذايې توکو نړي وال ماهر ډيډونډر وايې که غواړي تل رواغ او سالم پاتي شئ له سبزيجاتو. استفاده کوي په تيره بيا هغه سبزيجات چې پاڼه لرونکي وي. ځکه د سبزيجاتو دغه ډله کې د فولادو.او اوسپني اندازه خورا زياته او د انسان ذهني کمزوريو لپاره هم ګټور خواړي دي.

پالک که له کچالو يا غوښي او يوازي همداسي ساده پاخه او له نورو غوړو سره پاخه شي ډير خوندور او مزيدار راځي.

ډيونډر د پالکو څو ګټي داسې راپيژني.
په پالکو کې انټي اکسيډنټس شتون لري چې د سترګو.د سور والي او بخار مخه نسي.
انټي اکسډنټس په سترګو د پردو څخه ساتنه کوي او دغه پردي سترکو ته د ليدلو ځواک وربښي.
چې دغه ستونزي په لويو انسانانو کې ډيري وي ځکه د هغوی د سترګو پردي د عمر په تيريدو سره کمزوري شوي وي.

د اوميدوارو ميرمنو لپاره ډير بهتر ترين خواړه دي

په پالکو کې ويټامي سي ، ويټامين کيي ، ويټامين اې او کلسيم هم شتون لري چې د اميندوارو ميرمنو لپاره ښه او.ګټور خواړه دي.
پالک د ويټامين سي په درلودلو سره د بدن مدافغت قوه او پياوړي کوي.

وينه له لخطه (غوټه) کيدو څخه ژغوري

د ويټامين k او کليسم پا درلود د هډوکو د ودې لپاره مناسب خواړه دي.
او پالک د ويټامين k1 په درلود سره په بدن کې د ويني د لخطه کيدو يا غوټه کيدو مخه نسي.
د يوه وخت پالکو په خوارک سره زموږ د بدن د څو ورځو د ويټامين سي اندازه پوره کوي.

پالک د غاښونو د روغتيا لپاره.

پالک د ويټامين E په درلودو سره زموږ ورۍ او.غاښونه ټينګوي او له خرابيدو څخه يې ژغوري. هيره دې نه وي چې په پالک کې د کلسيمو شتون هم زمږ غاښونه خرابيدو ته نه پريږدي.

د سر ويښتانو.لپاره ګټور خواړه
په پالکو د ويټامين A په شتون سره زموږ.له ويښتانو سره مرسته کوي تر څو قوي او صاف راشي ددغه ويټامين په درلود کولای شو د پالکو په خوراک خپل ويښتان قوي او تروتازه کړو. او پالکو په انتخاب له خپل صحت او روغتيا څخه خوند واخلو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More