زر ۱۰۰۰ کاله پخوا لمړنی د اوبو بند او ګمبیری ډاګ
خبریال وېبپاڼه – افغانستان چې د طبعي زېرمو ډک او د اوبو له پلوه یو غني هیواد دی؛ همېشه د پردیو د دسیسو ښکار شوی، خپلو خو د پردیو لاسپوڅو واکمنو یې ملي شتمنیو ته دروند زیان اړولی دی. په تېره څلوېښت کلنه غمیزه کې افغانستان سخت هر اړخیز زیانونه ولیدل چې د دغه هیواد وګړو له قتل عام نه نیولې بیا د ملي شتمنیو تر لوټمار او پلور پوري هرڅه پکې شامل وو.
کله چې د امریکا او نړۍ د نورو ځواکمنو هیوادونو په زور د طالبانو واکمني ړنګه شوه، د هیواد د اقتصادي پر مختګ سره هم مهاله د په افغانستان کې د کرهڼې او مالداري برخه هم مخ په غوړېدوشوه.
د حامد کرزي د واکمني د دوهمې دورې په پای کې د کرنې او مالداري پرمختګ ښه شو او د کلیوالو سیمو له ۸۵ فیصدو تر ۹۰ فیصده وګړي په کرهڼې او مالدارۍ بوخت شول.
د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ اداره (آیسا) په سپتمبر ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې د وخت ولسمشرحامد کرزي د فرمان پر بنسټ جوړه شوه، وايي چې دافغانستان د ۷۶ فیصده وګړو په افغان اقتصاد کې خورا مهمه ونډه ده .
د افغانستان برېښنا او د کرزي اداره !
له تاريخي پلوه، په افغانستان کې د بریښنا د تولید اساسي سرچینه د اوبو بريښنا ده او د ټول هیواد شاوخوا ۵۴٪ په بر کې نیسي. او پاتې نوريي حرارتي بریښنا ده چې د ډبرو سکارو او اوبلن ګاز په مرسته چمتو کیږي. اوس مهال افغانستان شاوخوا ۶۰۰ میلون واټه د اوبو بريښنا تولیدوي، په داسې حال کې چې افغانستان د ۲۳۰۰۰ میلون میګا واټه بريښنا د تولید وړتیا لري. په افغانستان کې د بریښنا څخه د ګټې اخیستنې غوښتنه مخ په ډیریدو ده او داسې اټکل شوی دی چې افغانستان به تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې په کور دننه ۳۰۰۰ میګا واټه بريښنا ته اړتیا ولري. افغانستان نه یوازې دا چې د اړتیا وړ بريښنا د تولید توان لري بلکې کولی شي چې ګاونډیو هیوادونو او همدا راز د سیمې هیوادونو ته هم بریښنا صادره کړي.
بره معلومات د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې وړاندي کړي وو او د حامد کرزي د اټکل او مدریت پلان دا وو چې اوس به افغانستان د برېښنا له پلوه پر خپلو پښو اودرېده او هڅه به دا روانه وای چې دغه هیواد به نورو هیوادونو ته د برېښنا په ورکړه لاس پوري کاوه.
زر ۱۰۰۰ کلن زوړ د اوبو بند او ګمبېری ډاګ
زموږ په هیواد کې د اوبو د مهار او د اوبو د برېښنا پروژې نوې خبره نه ده بلکه زر کلن تاریخ لري خو د تاریخ په اوږده پړاو کې دافغانستان کورنیو او بهرنیو دښمنانو د دغه هیواد د اوبو بهیر ته سخت ګواښونه پېښ کړي دي.
په افغانستان کې تر ټولو پخوانی بند د د غزني او وردګو ولایت تر منځ پروت، د سلطان بند دی چې له ۱۰۰۰ کالو ډېر قدامت لري. دا بند د تاریخ په اوږدو کې څو ځلې وېجاړ او بیا رغول شوی.
د اوبو د مدیریت ډاکتر عاصم مایار وايي چې د سلطان بند د تاریخي یادښتونو په اساس لومړی ځل د سلطان علاوالدین غوري له لوري په ۱۱۵۲ کال کې ویجاړ شو. وروسته بیا د بابر له لوري په ۱۵۲۶ کال کې رغول شوی. ۳۰۰ کاله وروسته د یو انګرېز چې د دوست محمد خان دربار ته راغلی و په یادښتونو کې ویل شوي چې د سلطان بند د جوړېدو ندی. همدارنګه د انګرېزانو له راتګ وروسته یې نوم په ځینې نورو کتابونو کې هم ذکر شوی. بلاخره په ۱۹۰۱ کې، نوی بند پر همدې بنسټ جوړ شو. چې د پخواني بند یو برخه هم په کې د لیدو وړ ده.
دا بند په وروستیو کلونو کې بیا زیانمن شوی او د اوبو زېرمه یې له خارو ډکه شوې. خو تر اوسه دولت نه دی توانېدلی چې دا تاریخيبند په اساسيتوګه ورغوي .
د یادولو وړ ده چې د سلطان بند د اوبو لګونې لپاره کارول کېږي او د برېښنا د تولید لومړی بند.
که د ګمبیري ډاګ د زرغونه ولو لپاره پر کنړ سیند د اوبو بند جوړ شي او په کور دننه او بهر ځیني کړۍ یې مخالفت ونه کړي، نو دا به تر پوره (۱۰۰۰) کاله وروسته دافغانستان یو بل تاریخي د اوبو بند وي چې د افغانستان د اوبو د مهار سره سره به د جګړې اور ته هم په اساني د حل لاره پیدا کړي؛ ځکه د کنړ سیند مهارول پر پاکستان تر بل هرڅه زیات فشار اچولای شي.
اشرف غني احمدزي ته په کار دي چې د افغانستان د ستونزي اصلي حل ته د لار موندلو په موخه هر څومره ژر چې کېدای شي د ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر پروژه وځنډوي او د کنړ سیند د مهارولو د پروژې لپاره نړۍ وال کمپاین پیل کړي.
لیکوال : انجینر سید احمد همدرد
د ګمبیري ډاګ په تړاو لاندي مطالب !
ولي د آمو سیند د مسیر بدلول نه څېړل کېږي؟
د۱۵بندونو دجوړېدو مخنیوی
له مطالعې پرته پر ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر د جوړېدو د کار پیل
ولې افغانستان د اوبو د مدیریت ماسټر پلان نلري؟
لویه جرګه پر ګمبیري ډاګ رابلل په کار وو!
هوايي ډګر ګمبیري دښت ته څه تاوان لري ؟
ګمبیري دښته ! د کونړ سیند مهارول څه معنا؟
شینواري مشران: که حکومت ننګ نه کوي، دروازې موږ ړنګوو
د غني له لوري د ګمبیري ډاګ د سمسورونکو شړل !
غني ولي د ګمبیري ډاګ جاپانۍ پروژه کنسل کړه ؟
باور غورځنګ، د سولې ابهامات دې له ولس سره شریک شي
د روداتو ډاګ او جلیزو دښت د هوايي ډګر پروژو لغوه کېدل !
پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.