The news is by your side.

طالبانو دفاعي حالت ته د تګ پرېکړه وکړه

خبریال وېبپاڼه – په افغانستان کې په جګړه بوختو وسله والو طالبانو دفاعي حالت ته د تګ پرېکړه وکړه؛ د طالبانو نظامي کمېسون خپلو ټولو جګړیزه مشرانو ته امر کړی چې د (۴۰۰) طالب زندانیانو تر خلاصون پوري دي دفاعي ‌حالت غوره کړي او پر افغان ځواکونو دې برید نه کوي.‌

خبریال وېبپاڼې ته د کوټې د شورا یوه مشر وویل چې دا پرېکړه د علماوو او طالب مشرانو په ګډه کړې او په دې تړاو یې یو لیک نظامي ولایتي مشرانو ته استولی دی.‌

په  خط کې لیکل شوي چې د لويي جرګې پرېکړو ته په کتلو سره به دم ګړی طالبان دفاعي ‌حالت ته ځي ‌او د بین الفغاني خبرو له پیل سره به هم مهاله اور بند کوي.‌

د کوټې شورا  له لوري خبریال وېبپاڼې ته رالېږل شوی خط زیاته وي‌ چې د ۴۰۰ زندانیانو خلاصون اړین دی.‌

طالبانو لا دم ګړی رسمآ د خپلو ویندویانو په خوله څه نه دي‌ ویلي خو دا پټ خط خبریال وېبپاڼې ترلاسه کړی دی.‌

تر دې وړاندي ‌د رواني ‌اګست میاشتې پر ۱۱ نېټه طالبانو خبریال وېبپاڼې ته ویلي وو چې دوی د اورکم پرېکړه کړې ده.‌

اوسنی لیک د طالبانو د ډله ایزو بریدونو او لویو چاودنو په تړاو د هغوی دریځ روښانه کوي او وايي چې ډله ایز بریدونه دې نه کېږي.‌

که څه هم د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې اوس هم د طالبانو له لوري ‌د بریدونو لړۍ دوام موندلی دی خو ښايي نظامي مشرانو ته ددې خط له رسېدلو سره په حالاتو کې بدلون رامنځ ته شي .

تر دم ګړیه افغان حکومت د طالبانو وروستي اقدام ته غبرګون نه دی ښودلی .

طالبانو د « اورکم» پرېکړه وکړه
طالبان؛ داعش زموږ پر زندانیانو د برید پلان لري
کوئټه : جګپوړی طالب چارواکی ووژل شو

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.