The news is by your side.

د سولې له هوکړې وروسته ٦٠٠٠ امریکایي ځواکونه وتلې دي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا او طالبانو تر منځ دوحه کې د فبروري د ٢٩مې نېټې د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته ٦ زره امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلې دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جاناتان افمن وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته امریکا ٦٠٠٠ ځواکونه ویستلي، خو امریکا به بیا هم د افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې رزمي وړتیاوې او جګړه اییز اختیارات وساتي.

پنټاګون یا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له افغانستان د خپلو شپږ زرو ځواکونو ویستل تأییدوي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستلو ټینګار کړی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک اسپر هم ویلي وو، چې د روان زېږدیز کال د نومبر میاشتې تر وروستۍ نېټې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر تر پنځه زرو را کم کړي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نوماند جوبایډن له افغانستان د امریکایي ځواکونو پر ویستلو د ډونالډ ټرمپ د ټینګار په غبرګون کې وایي، چې دا ډونالډ ټرمپ د ځواکونو له ویستلو په ټاکنو کې د کمپاین په ډول کار اخلي او غواړي چې تر ولسمشرۍ ټاکنو له افغانستان بشپړ ځواکونه وباسي.

جوبایډن دا راز ویلي وو، که د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره بریالی شو له افغانستان به خپل یو یو سرتېری او جنرالان امریکا ته وغواړي.

امریکا له طالبانو سره د سولې د هوکړې پر اساس د خپلو ځواکونو شمېر ورو ورو کم کړی او له طالبانو سره هم د دوی جګړه درېدلې او پر یو بل بریدونه نه کوي.

خو طالبانو بیا د امریکا سره د سولې د هوکړې پر بنسټ تاوتریخوالی نه دی کم کړی او بین الافغاني مذاکرات هم په بیا بیا ځل ځنډوي.

په ورته مهال طالبان غواړي افغانستان کې په خپله جګړه او تاوتریخوالي کې کموالی راولي.

افغانستان کې په جګړه بوختو وسله والو طالبانو دفاعي حالت ته د تګ پرېکړه کړې، د طالبانو نظامي کمېسیون خپلو ټولو جګړیزه مشرانو ته امر کړی چې د (۴۰۰) طالب زندانیانو تر خلاصون پورې دې دفاعي ‌حالت غوره کړي او پر افغان ځواکونو دې برید نه کوي.‌

خبریال وېبپاڼې ته د کوټې د شورا یوه مشر ویلي، چې دا پرېکړه د علماوو او طالب مشرانو په ګډه کړې او په دې تړاو یې یو لیک نظامي ولایتي مشرانو ته استولی دی.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance