The news is by your side.

پر کنړ سیند د کرزي ‌دوخت د درو بندونو پلان !

خبریال وېبپاڼه – د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ په کنړ سیند د مناګۍ برېښنا ستېشن پرته ۳ نور بندونه پلان شوي چې یو يې د کجکي په اندازه لوی دی ۱.۲ یو عشاریه دوه میلیارده مترمکعبه اوبه زېرمه او ۳۶۶ میګاواټه برېښنا تولیدولی شي دا بند ددې ترڅنګ (۴۱۴۰) هکتاره ځمکه هم خړوبولی شي او د کنړ د سیند دا بند د یو میلیارد ډالرو پانګې ته اړتیا لري.

۲ نور بیا د اوبو زېرمې نلري خو د سربند په مرسته ۸۰ او ۶۰ مېګاواته برېښنا تولید ترڅنګ نېژدې ۱۸۰۰۰ هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.

پاکستان په نړۍ واله کچه پر دې بندونو د نړیوالو ادارو د پانګونې مخنیوی کوي او پراخ کمپاین یې ورته پیل کړی دی؛ او په افغانستان کې دننه د خپلو لاس پوڅو او جاسوسانو په مټ د دې بندونو د مخنیوي‌ هر اړخیزه هڅه کوي .

د کنړ سیند چې دم ګړی یې اوبه پاکستان ته بهیږي په اساني سره مهارېدلای شي، خو داسي ښکاري چې په افغان حکومت کې ددې سیند دمهار وړتیا او اراده نشته، ځکه په حکومت کې دننه کړۍ هڅه کوي چې د کنړ سیند دمهار مخه ډب کړي او د ګمبیري ډاګ زرعاتي پروژه په صنعتي پروژه بدله کړي او د ماسټر پلان د ماتولو په موخه پر ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر پروژه عملي‌کړي؛ څو په راتلونکو کې پاکستان په اساني ‌سره د ګمبیري ډاګ پروژه نړۍ والو ته یوه صنعتي پروژه معریفي کړي او د تل لپاره د کنړ د سیند د اوبو د مهار مخنیوي وکړي.‌

په جرمني ‌کې د اوبو د مدریت د ډاکتري ‌محصل استاد عاصم مایار وايي په کنړ سیند د بندونو د جوړېدو کنجایش زیات دی چې ارزانه بندونه هم ورباندي ‌جوړېدلای شي چې نوموړی یې د د مناګۍ برېښنا ستېشن  مثال یا بیلګه وړاندي ‌کوي .

د مناګۍ برېښنا ستېشن په کنړ کې د اسعدآباد ښار کیڼ اړخ ته ۱۲ کیلومتره لېرې پر پېچ سیند جوړ شوی او د مڼوګۍ ستېشن له پېچ سیند د ۶۰ متره سربند په مرسته اوبه اخلي چې بیا د ۵.۳ کیلومتره کانال په مرسته لېرې برېښناکوټ ته لېږل کېږي تر څو ۴۳ متره فشار ترلاسه کړي.

د کانال اندازه ۲.۷۵ – ۲.۱۶ متره ده. له سیند څخه ۷.۵ متر مکعبه اوبه اخلي چې ۶.۵ متره مکعبه یې برېښنا تولیدوي او یو متر مکعب یې په خپل مسیر کې د اوبو لګونې هغو سیمو ته ځانګړې شوې چې د کانال جوړولو پرمهال یې ویالو زیان لیدلی.

استاد عاصم مایار زیاتوي‌ چې د سربند، کانال او برېښناکوټ جوړولو چارې په ۲۰۱۳ کې پیل او په ۲۰۱۸ کې بشپړې شوې.

دا بند دوه افقي توربینونه لري چې له اټریش څخه راوړل شوي او ټولټال ۲.۱ میګاواټه برېښنا تولیدوي. د نصب لپاره یې فرانسوي متخصصین د امینت نشتون له امله رانغلل. له همدې کبله یې چارې ایرانيانو ته وسپارلې چې تراوسه په کره ډول ندي بشپړې شوې او پرانیستل یې هم ځنډېدلي دي.

داسي ښکاري چې افغان حکومت د هم دې بند د فعاله ولو لپآره بشپړې هڅې نه دي‌کړې، کنه دافغانستان په دفاعي‌ارګانونو کې دا وړتیا شته چې د فرانسوي‌ متخصیصینو امنیت ونیسي‌او د ایرانیانو له منګولو دا پروژه وباسي.‌

که چېرته افغان ولس، مدني فعالان، د پارلمان او سنا مجلس غړي، په ملي‌ګټو پوهه افغانان او ددې هیواد ولس په یوه خوله د همدغو اوبو د بندونو د جوړولو غږ را اوچت کړي ښايي‌اشرف غني او ډله یې مجبور شي‌ چې پر هم دغو بندونو بیا ځلې غور وکړي‌او په لمړي سر کې د ګمبیري ډاګ پروژه کنسل او پر ځای یې د سردار محمد داود خان پر پلان کار پیل کړي او په نړۍ واله کچه د کنړ سیند دابو د مهار پروژې ته کمپاین وکړي او دا پیسې ترلاسه او افغانستان د تل لپاره وژغوري .

پر کنړ سیند د حامد کرزي د واکمني پر مهال د بندونو د جوړېدو لړۍ پیل شوې وه؛ خو د ولسمشر غني په راتګ سره دا لړۍ په ټپه ودرېده او د بندونو برخلاف عمل پیل شو چې مخ نیوی یې پر هیواد او ولس مینو افغانانو دنده ده .

لیکوال : انجینر سید احمد همدرد


د ګمبیري ډاګ په تړاو لاندي ‌مطالب !

پر کنړ سیند د کرزي ‌دوخت د درو بندونو پلان !

زر ۱۰۰۰ کاله پخوا لمړنی د اوبو بند او ګمبیری ډاګ

ولي د آمو سیند د مسیر بدلول نه څېړل کېږي؟

‌د۱۵بندونو دجوړېدو مخنیوی

له مطالعې پرته پر ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر د جوړېدو د کار پیل

ولې افغانستان د اوبو د مدیریت ماسټر پلان نلري؟‌

لویه جرګه پر ګمبیري ډاګ رابلل په کار وو!

هوايي ډګر ګمبیري دښت ته څه تاوان لري‌ ؟‌

ګمبیري دښته ! د کونړ سیند مهارول څه معنا؟‌

شینواري مشران: که حکومت ننګ نه کوي، دروازې موږ ړنګوو

د غني له لوري‌ د ګمبیري ډاګ د سمسورونکو شړل !

غني ولي‌ د ګمبیري ډاګ جاپانۍ پروژه کنسل کړه ؟‌

باور غورځنګ، د سولې ابهامات دې له ولس سره شریک شي

د روداتو ډاګ او جلیزو دښت د هوايي‌ ډګر پروژو لغوه کېدل !

ګمبیری ډاګ ولي‌ مهم دی ؟‌

پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون

د ګمبیري ډاګ په تړاو د غني‌ د فرمان خلاف نن پراخ لایونونه !

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.