The news is by your side.

نوي ساينسي څيړنه: عسل د ځينو ناروغيو ښه درمل

خبريال ويبپاڼه /شهد ، شات او ګبين يا عسل چې شايد دې ته ورته نور هم نومونه ولري. د روغتيا لپاره خورا ګټور خواړه دي. که څه هم ګبين يا عسل طبيبان بغير له فکر کولو څخه هر ډول درملو ته څه ناڅه ورکډوي ځکه عسل کوم جانبي غوراض ننه لري او نه يې هم تر اوسه په خوراک کې کوم جانبي عوراض کشف شوي.

د عسلو طبي ګټي په نوي طب کې هم ثابتي او ښودل شوي دي. د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) به عسل او شيدې ډيري خوښولي. دا ځکه په هغوی کې په پريمانه انذازه د انسان د روغيتا لپاره ګټي شتون لري.
او ډير ځله محمد(ص) اصحابو کرامو ته د عسلو د خوړولو ويلي دي.

ساينس پوهانو څو څو ځله په عسلو څيړني کړي او هغه يې د انسان د روغيتا لپاره ډير ګټور خواړه بللي دي.

خو اوس تازه د اکسفورد پوهنتون ساينس پوهانو په يوې نوي څيړنه کې ويلي چې شات د نورو ناروغيو د درملني تر څنګ د نزلي او زوکام لپاره تر ټولو ګټور درمل بلل شوي دي، دغه څيړونکي وايې چې ددغو ناروغيو په مقابل کې بل هيڅ داسي درمل نشته چې تر عسلو غوره وي.

د اکسفورد د څيړونکو دغه څيړنه چې د (آيويډنس بيسډ ميډيسن) په نامه په آن لاين ويب سايټ کې خپره شوي او پکې ويل شوي چې شرقي نړۍ په تيره بيا په مسلمانو هيوادنو کې د عسلو ډير کارول ددې لامل شوي چې ډيرو ناروغيو څخه وژغورل شي.
دغو څيړونکو دا هم په ډاګه کړي د کرونا يا کويډ ۱۹ نه ثاتير په ملسمانو کې د عسلو ډير کارول وي.

په دغه څيدنه کې وړاندي ويل شوي دي چې عسل د زوکام ، نزلي او ځينو نورو تنفسي ناروغي کې تر هر ډول اتني بايتيک درملو غوره دي. ځکه دوی وايې چې زر ګونه کلونه کيږي چې انسانان لت عسلو څخه ګټه اخلي خو تر اوسه يې کوم ډول جانبي غوارض نه دي رامنځته کړي.

د اکسفورد پوهنتون څيړونکو.تر دې مخکې هم ۱۴ ځله په عسلو باندي څيړنکي کړي وي. خو اوسنۍ څيړنه ۍې چې عسل زوکام او نزلي ته ګټه رسوي کنه په ۱۷۶۱ خلکو تر سره کړي ده.
چې ددې څيړني له تر رسره کيدا وروسته څيدونکي دې پايلي ته ورسيدل چې عسل د نورو تنفسي ناروغيو تر څنګ د زوکام او نزلي لپاره هم تر ټولو غوره درمل دي.

بايد وويل چې ۱۴ پيړۍ وړاندي د اسلام مبارک دين د عسلو ګټي بيان کړي او هغه يې د انسانانو.د روغتيا لپاره ګټور خواړه بللي وو.

خو اوس دا دی اوسني علم او ساينس هغه پايلي ته رسيږي چې ۱۴ پيړي مخکي حضرت محمد (ص) بيان کړي وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.