The news is by your side.

هرات کې د چرګانو صنعت بسیاینې ته رسېدلی

خبریال وېب پاڼه/ په هرات ولایت کې د چرګانو صنعت هم ځان بساینې ته رسېدلی دی.

په هرات کې د چرګانو فارمونو ټولنه وایي، د چرګانو فارمونه کولای شي دې ولایت کې د چرګانو غوښې له پاره اړتیاوې پوره کړي.

په هرات ولایت کې د چرګانو فارمونو ټولنې مشر وايي چې په وروستیو څو کلونو کې د چرګانو صنعت ښه پرمختګ کړی دی اوس بیا دا صنعت ځان بساینې ته رسیدلی دی.

همدا رنګه دوی له هغو ستونزو څخه هم خبرې کوي چې د دې صنعت په وړاندې پرتې دي.

د هرات ولایت د ٨٢ کال څخه تر ٩٩ پورې بېلا بېلو برخو کې د زیاتو پانګونو شاهد پاتې شوی دی.

په دې ترڅ کې د چرګانو صنعت د ګن شمژر ستونزو سربېره، وروستیو کلونو کې ښه پرمختګ لرلی دی.

څرنګه چې په هرات کې د چرګانو د فارمونو ټولنې مسؤولینو په خبره، اوس دغه صنعت ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

د دې ټولو سربېره بیا هم د دغه صنعت پر وړاندې ځینې ننګونې پر خپل ځای دي.

د چرګانو فارمونړ ټولنې مسؤولین د اومه توکو چمتو کولو په برخه کې د کرنې ریاست د زیاتې پاملرنې غوښتونکي دي.

د هرات د کرنې ریاست مسؤولین د اومه توکو چمتو کېدو په برخه کې د ستونزه مني او وایي دوی د دغې ننګونې حل لپاره طرحې د کرنې وزارت سره شریکي کړي دي.

ولایتي شورا هم په هرات کې د چرګانو صنعت پر وړاندې د ننګونو حل لپاره د مسؤولو ادارو د زیاتې پاملرنې غوښتونکي ده.

بل خوا یو شمې ر هیواد وال وایي، د وطني تولیداتو ملاټر لپاره د کورنیو محصولاتو څخه کار اخلي.

د کرنې وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې د چرګانو د غوښې کلنۍ مصرف ٢٩٥ زره ټنه دی چې دمګړۍ ډېری دغه اړتیاوې په هېواد کې دننه د چرګانو فارمونو څخه تامینیږي.

افغانستان چې د چرګانو غوښې او هګۍ هم د ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان نه را صادروي، په دې وروستیو میاشتو کې یې په ختیځ ننګرهار ولایت، هرات ولایت او یو شمېر نورو ولایتونو کې د چرګانو د روزنې صنعت بسیاینې ته رسېدلی.

مسؤولین یې وایي، چې حکومت دې د چرګانو د روزنې لپاره ورسره مرسته وکړي، دوی به وکولی شي، چې نورو ولایتونو ته هم دا صنعت وغځوي.

د کرونا وبا له خپرېدو سره د ګاونډیو هېوادونو او افغانستان تر منځ سوداګریزې لارې وتړل شوې، چې ورسره د چرګانو او د چرګانو د هګیو واردات هم ودرېدل او په کور دننه د هګیو او د چرګانو د غوښې بیې لوړې شوې، خو ورسره په هېواد دننه د چرګانو د روزنې صنعتکارانو پر دې صنعت ډېر کار کړی او دې وروستیو کې یې بسیاینې ته رسولی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance