The news is by your side.

د افغان ملي او نوي کابل بانکونو له مدغم کېدو اندیښنې

خبریال وېب پاڼه/ د بانکي چارو ځینې شنوونکي وایي، افغان ملي او نوي کابل بانکونو په یوځای کېدو سره شونې ده چې د مشتریانو بانکي حسابونه هم له منځه ولاړ شي.

د بانکي چارو ځینې شنونکي د افغان ملی بانک او د نوي کابل بانک یو ځای کېدل زیان اړونکی کار بولي.

دوی ټينګار کوي چې د دې دواړو بانکونو په یوځای کېدو چې بېلا بېل بانکي سیستمونه لري، د مشتریانو بانکي حسابونو د منځه تللو وېره هم شته.

اقتصادي عالي شورا په تازه وخت کې پریکړه نیولې ده چې افغان ملي بانک او نوی کابل بانک به د ښو خدمتونو وړاندې کولو له پاره سره یو ځای کړل شي.

خو اوس دې د دوو سوداګریز دولتي بانکونو یو ځای کولو، اندیښنې را پارولي دي.

دغه اندېښنې له دوو لارو څخه سرچینه اخلي.

لومړی دا چې د دغه بانکونو سیسټمونه له یو او بل سره توپیر لري او د مشتریانو د حسابونو د ګډوډېدو احتمال شتون لري.

دویم دا چې د دغه دوو بانکونو یو ځای کولو لپاره لازم بانکي ظرفیت شتون نه لري.

د مرکزي او ملي افغان بانک پخواني لوړ پوړي کار کوونکي د دغه دوو بانکونو یو ځای کول زیات لګښت لرونکی، پیچلی او ستونزمن بولي او له حکومته غواړي لومړی باید دوه دولتي بانکونه افغان ملي بانک او پښتني بانګ چې د ورته سیسټم لرونکي دي، سره یوځای شي.

د مرکزي بانک پخوانی مرستیال وایي که چېرې د دوو بانکونو یو ځای کېدل عادي کسان ترسره کړي، دویم ناورین به په لاره کې وي.

خان افضل هډه وال ټینګار لري چې د بانک دارۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بانکي سیسټمونو په برخه کې فني ظرفیتونه د ګوتو په شمېر دي.

خو د مالیې وزارت وایي د دوو دولتي بانکونو د یو ځای کولو بهیر په لومړي پړاو کې ده او لومړي سر کې به د دغه دوو بانکونو د یوځای کولو فني مطالعات تر سره شي.

تر اوسه د کابل بانک د فساد دوسیه نه ده تړل شوي، له دې سره سره چې ولسمشر غني د ولسمشرۍ په لومړي پړاو کې ډاډ ورکړ چې د کابل بانک دوسیه به په رڼه توګه وڅيړې او و به یې تړي، خو تر اوسه پورې دغه دوسیه نه ده تړل شوې او د کابل بانک پور وړیو خپل پور نه دی ورکړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.