The news is by your side.

پر حکومت ګوزار! طالبانو مخورو ته معاشونه شروع کړل

خبریال وېب پاڼه/ طالبانو ننګرهار کې پر ولسي مخورو او قومي مشرانو معاشونه شروع کړي.

د ننګرهار ولایتي شورا او قومي مخور هم دا خبره مني، چې طالبان اوس ننګرهار کې قومي مشرانو او مخورو ته معاشونه ورکوي.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر د طالبانو دا کار د حکومت او ولسونو تر منځ په تفرقې اچونې او واټن را منځته کولو په موخه بولي.

ښاغلی عمر وایي، طالبان په دې کار سره غواړي د ننګرهار ولسونه او په څاګړې توګه د جرګو مرکو قومي مشران له حکومت لېرې وساتي او خپل یې کړي.

قومي مشران هم د طالبانو له لوري د معاشونو ورکړه مني او زیاتوي چې له له پنځه زره افغانیو تر لس زره افغانیو معاشونه پر ولسونو وېشي.

خو طالبان بیا وایي، چې دا پیسې دې لپاره ورکوي چې قومي مشران او دیني عالمان خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړی شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو غږیز کلېپ کې دا تأیید کړې چې قومي مشرانو او دیني عالمانو ته یې یو اندازه پیسې په نظر کې نیولي او دا پیسې د دې لپاره ورکوي چې قومي مشران او دیني عالمان وکولی شي، د لارې د موټر کرایه، خرڅ، د کورونو او مسجدونو د بیا جوړونې لګښت او اړتیاوې پوره کړی شي.

که څه هم د ننګرهار ولایتي شورا او طالبان ننګرهار کې قومي مشرانو او مخورو ته د طالبانو له لوري د معاشونو ورکړه تأییدوي خو د ننګرهار ولایتي اداره یې نه مني، د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، په دې تړاو هېڅ معلومات له دوی سره نشته.

د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې د ولسوالیو ولسونه خپلې ستونزې ډېر کله د حکومت پر ځای طالبانو ته د هواري په موخه وړي او خپلې ستونزمنې پرېکړې پر طالبانو کوي.

د افغانستان هغه نا امنه سیمې چې د طالبانو په واک کې دي، او طالبان پرې حکومت کوي، ولسونه یې له حکومت سره واټن لري او له دې امله نه شي کولی خپلې ستونزې پر وخت له حکومت سره د حل او فصل په موخه شریکې کړي، نو ځکه د طالبانو صحرایي خو د بشر حقونو خلاف محکمو ته خپلې پرېکړې ور وړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.