The news is by your side.

زابل کې د یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

خبریال وېب پاڼه/ د زابلي لوبغاړو تر منځ د یووالي تر عنوان لاندې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د زابلي لوبغاړو تر منځ د یووالي او اتفاق تر عنوان لاندي د فوټبال سیالۍ چې د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي په مالي لګښت په لاره اچول شوې وې د شیخ متي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

یادي سیالۍ چې تقریباً درې اوونۍ یې دوام درلود په کې د مرکز قلات ۱۰ لوبډلې ولوبېدې.

د دې سیالیو پایلوبې ته د ترنک فوټبال لوبډلې او شیخ متي لوبډلې چې دواړو لوبډلو د سیالیو په لړ کې کومه ماته نه درلوده لار وموندله.

لوبه خورا په زړه پورې وه، د شیخ متي لوبډلې لپاره بسم الله او حبیب الله او د ترنک لپاره د عصمت الله رښتین دوه ګول وهنو لوبه (۲/۲) مساوي کړه.

وروسته د مرکزي لوبڅار/ رفري له لوري لوبه بل میدان ته ولاړه چې شیخ متي لوبډلي د ډېرو ګولونو په وهلو سره لوبه په خپله بریا سره پای ته ورسوله.

د پای لوبې لپاره ښه مراسیم هم نیول شوي وو چې په کې ځوانانو، مدني فعالانو، د رسنیو استازو او د فوټبال لوبې مینه والو ګډون کړی وو.

د لوبې په پای کې پر یو شمېر لوبغاړو جایزې هم ووېشل شوې.

د یادولو وړ ده چې ترنک لوبډلي دا ځل هم د تېرو سیالیو په څېر د سیالیو دوهم مقام خپل کړ.

اوس مهال په افغانستان کې د د سپورتي لوبو لکه، کرکټ، فوټبال، ولیبال، باسکټبال، فري فایټ، بوکسېنک، پهلواني او نورو سره د ځوانانو مینه او لېوالتیا زیاته شوې ده.

د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې چې اوس مهال له جګړو پاکې شوي دي ځوانان یې په ګډه سره په سپورتي لوبو بوخت دي او د کلي ټول ځوانان په ټورنمنټونو او سیالیو کې ګډون کوي او له لېرې ځایونو ورته مینه وال او نندارچیان د لوبو د لیدلو لپاره ورځي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.