The news is by your side.

ستا ځواب څه دی ولسمشره؟

قدرمن ولسمشره!
زه یو له هغو ځوانانو څخه یم، چې سیاست سره مینه خو کار پرې نه لرم، زه دې نتیجي ته رسېدلی او پر همدې اند يم چې هر یو خپل کار لره پیدا دی، زه په سیاسي چارو ښکېل شخص نه یم، خو نن له حده زيات مجبور یم چې دخپلې زخمي سينې دروني غم را برسېره کړم او خپلې نهيلې هيلې د يوه غږ په توګه تر تاسې در ورسوم.
د افغاني ټولنې د زرګونو ځوانانو له منځه يو زه هم وم چې ستاسو په راتګ ډېر خوشاله وم، تاسو ته مې رایه درکړه، ستاسو پوهې او پاکۍ ته مې احترام درلود.
پوهیږې چې ولې؟

ځکه چې ما د خپل هېواد پرمختګ ستاسو په وجود کې ليده او د يوه غني افغانستان هيلې مې په وجود کې را ټوکېدلې.

د وخت په تېرېدو ستاسو د ویناوو په اورېدو خوشاله کېدم او همدا و چې ډېر کله به مې په انځوريزو رسنيو کې ستاسې مرکې او بحثونه له لاسه نه ورکول او هر ډول فرصت څخه په استفادې به مې ستاسې خبرې تر خپلو غوږونو را رسولې،مګر دې تېرو دوو کلونو کې ډېر نا ارامه، يوځل بيا نهيلی او خفه یم.

قدرمن ولسمشره! زما د خفګان او مايوسئ دلایل په لاندې ډول دي.
الف: امنيتي ستونزې: ښه مې یادیږي چې تاسې د انتقال د پروسې مشري کوله او پخپلو ټاکنيزو کمپاینونو کې هم تاسو د امنیتي ستونزو د حل په اړه ډېرې خبرې کولې او طرحې مو وړاندې کړي دي، ولی په عمل کې د پخوا پر پرتله ستونزې ډېرې شوي دي.
په امنیتي ارګانونو کې فساد اوج ته رسېدلی او بلکل تر هرڅه زیات د اندېښنې وړ دي.

زه او زما په شان ډېر ځوانان هره ورځ د چاودنو، وژنو او ترور شاهدان یو.
ستاسو ځواب څه دی؟

له امریکا سره د امنیتي تړون، د کابل د پروسو او نورو سترو داخلي او نړیوالو امنیتي ناستو پایلي او نتایج څه دي؟ څومره مستقیم او غیر مستقیم مصارف وشول؟
ولی هره ورځ وژل کېږو؟ تر کومه به قرباني ورکوو؟ايا ددې هرڅه لپاره يو مقنع ځواب راکولی شئ؟

#اقتصادي ستونزې:
فقر، بې کاري او بېچارګي هم په خپل نوبت اوج ته رسیدلی، پانګونه کمه شوي، سیمه ایزي او داخلي لويې پروژې نا تمامه پاتې دي، موږ د خپلو ګاونډیو هېوادونو پر پرتله برېښنا په لوړه بیه اخلو ولې بیا هم موږ ته په دې یویشتمه پیړۍ کې په منظم شکل نه رسول کېږي، صنعت او کورنی تولید مو له جدي ستونزو سره مخامخ دی، کوچنۍ او منځنۍ پانګونه له ماتې سره مخ ده. خصوصي سکټور ته د ځمکي ورکول، مالیاتي معافیت، د قرضو ورکول، هڅوونکي پالیسو عملي کول، د لویو سړو خونو او د زراعتي محصولاتو د پروسس فابریکي جوړول دا ټول زموږ لپاره تر اوسه یو خوب او ارمان دی.

ځمکه، هوا، اوبه، کانونه، او بشري نیرو لرو، ولې بیا هم وارداتي هېواد یو، زموږ په نوم په ټولو اروپایی او امریکایی هېوادونو چنده او خیرات ټولیږي، ستاسې هغه پلانونه او طرحې څه شول، چې ملت ته مو د يوه غني او پر ځان بسیا افغانستان د جوړولو ډاډ ورکاوه؟

موږ هڅه وکړه، چې په هېواد لوی نړیوال نندارتونونه جوړ کړو ولی د حکومتي اداراتو د نه همکارۍ، مدیریتي او امنیتي ستونزو له امله دا څلورم ځل دی، چې زموږ کنفرانسونه او نندارتونونه لغوه کېږي. زما په شان داسې ډېری ځوانان دي، چې زیانمیږي، او دا يواځې زموږ نه بلکې په هېواد کې د ډېرو ځوانانو د نهيلۍ سبب کېږي، زموږ زیان څوک جبرانوي؟

قدرمن ولسمشره! ايا کله مو فکر کړی دی چې ولې ډېری افغان پانګوال په هېواد کې دننه پانګونې ته زړه نه ښه کوي؟

ايا په دې مو کله سر خوږ کړی دی چې ولې په هېواد کې ډېری فيصدي ځوانان لوړې زده کړې لري خو بیا هم دندې نه لري.

ایا فکر کولی شئ چې ولې ځوانان په مخدره توکيو اخته کېږي او ورځ تر بلې يې د شمېر ګراف په لوړېدو دی؟

ايا کوم سلاکار درته ويلي چې ولې ځوانان د دولت له مخالفينو سره يو ځای کېږي او بېرته خپل هېواد وال له منځه وړي؟

ایا په تېرو اوو کلونو کې مو يوه ورځ هم دا ذهن ته درغی، چې ولې د هرې ورځې په تېرېدو غلاګانې،شوکماري،انساني قاچاق او اختطافونه زور اخلي؟
قدرمن مشره! دا هرڅه له بېکارۍ،فقر،بې وزلۍ او ناچارۍ څخه کېږي، دافغان بې دفاع او مظلوم ولس مثال د هغې لړمې دی چې له زېږون وروسته بېرته د خپلو بچيانولخوا خوړل کېږي.

له بلې خوا په نړیوالو سازمانونو کې زموږ د غړیتوب ګټې څه دي؟ څومره مصرف کوو؟ څومره پانګونه جذب او څومره ستونزې حل شوې دي؟
د سروبي او کجکي بندنو د بریښنا پروژو حال څه دی؟ زموږ د کونړ او هلمند سیندونو د اوبو محارول څنګه شوه؟ د اوبو دیپلوماسي څومره ګټوره وه؟ موږ د کال څو ميلیونه عواید له دې درکه لرو؟

د حلقوي سړکونو، میټرو بسونو، هوایي سړکونو او پلونو جوړولو په برخه کې ولې کارونه په ټپه ولاړ دي؟

زموږ پولي سیاست او د افغانیو ارزښت ولې داسې غیر منظم دی؟، د صافي هوایي شرکت، د افغانستان سوداګریز بانک او نورو پانګوالو سرنوشت څنګه کېږي؟، د اقتصاد د عالي شورا پرېکړي څومره عملي شولې؟، د پانګوالو د ترور او اختطاف قضیې څومره و څارل شولې؟، د ځدران، اتفاق، برادران او نورو مارکیټونو د سوځېدو له امله چې کوم زیان اووښتی و څومره مرسته وشوه؟

#ټرانسپورتي او ترافيکي ستونزې:
يوه بله او تر ټولو ډېره مهمه ستونزه ټرانسپورټي او ترافیکي سیستم له جدي ګواښ سره مخ کېدل دي، طرحې جوړي ولې عملي نه شولې، موږ هره ورځ له دوه تر څلورو ساعتو په لارو تېرو، زما یادیږي، چې تاسو د موانعو د لرې کولو ژمنه کړې و، له بده مرغه نه یواځې چې دا موانع لرې نه شو بلکې ډېرې شولې، په همدې پلازمینه کې زموږ سړکونه خام او نا پاک دي، سېستم نشته، ظلم، فساد او چور ښه په درز کې روان دی. ایا ددې وضعیت کنترولول او مدیریت دومره سخت و، چې په اوو کلونو کې هم منظم نشو؟

#د روغتيا برخه:
زموږ هېله دا وه، چې په پلازمینه کې ستر او مجهز روغتونونه جوړ شي، نور موږ ګاونډیو هېوادونو ته د درملنې لپاره لاړ نه شو او یا هم کم لاړ شو، ولی له بدغه مرغه کیفیت ورځ تر بلې ټیټیږي، بې کیفیته او خودسره درمل په ښارونو کې پلورل کېږي څوک یې د پوښتنې نشته. په کال کې ملیاردونو ډالر د درملنې په نوم پاکستان، هند، ایران او ترکي هېوادونو انتقالیږي. داکټران د دوا پلورونو سره لاس یو کړی د ملت بیخ یې وویست.

#ادارې او مالي فساد:
اداري فساد د پخوا په نسبت ډېر شوی او دې بدې پديدې هغه وخت لا پسې زور واخیست کله چې د اداري فساد پرواړندې د مبارزې ادارې پر سر د نظارت بله اداره جوړه شوه، په رڼا ورځ بې له کومې ویرې او ډاره معاملې کېږي، ستاسو د کمپاین د لګښتونو څخه نیولي ان تر ډېرو کوچنیو پروژو فساد روان دی، اوس هم د زورواکو او مقاماتو له خوا اخاذۍ اخېستل کېږي، په امنیتي، دفاعي او ملکي اداراتو کې تقرر، پرمختګ، د پروژو اخیستل او تطبیق په واسطو او رشوتو کېږي. ایا ویلی شئ، چې د فساد سره د مبارزي د کمېټي نتایج او پایلي څه دي؟ زموږ د معاش، کریډېټ ، کور، دفتر یا شرکت، ټرانسپورتي، شهري او په نورو مالیاتو څه کېږي؟ تاسو کله ملت ته حساب ورکوئ؟

#سليقوي برخورد او سفارشي ګمارنې:
له الف څخه تر يا پورې په اداراتو کې ګمارنې د روابطو او دوستۍ پر بنسټ کېږي،ضوابط اصلاً څوک پېژني وړتيا، استعداد، تجربه، مسلکيتوب او مهارت خو بیخی په نظر کې نه نيول کېږي او د اړوندو لوړو مقاماتو په اشاره او امر هرڅه ترسره کېږي. همدا لامل دی چې ورځ تر بلې ټولې اداري چارې د شاتګ او وروسته پاتې کېدو په حال کې دي. کار اهل کار ته نه سپارل کېږي، مکافات او مجازات نشته، که وي هم داسې څوک تقدير کېږي چې اصلاً په څه خبر نه وي او یا هم د کوم چارواکي د کورنۍ غړی وي، نو هغه متل دی چې وايي:
تورې دې لالا وهي ،مړۍ دې عبدالله وهي.

#فکري او مغزي تېښته:
جلالتماب ولسمشره! ستاسو په دوره کې موږ د ډېرو پیاوړيو ځوانانو د تیښتې شاهدان يو، زما کدرونه مجبور شول، چې هېواد پریږدي او نورو هېوادونو ته لاړ شي. ډېر تکړه تکړه ځوانان مو د لاسه ورکړل، د دوی د ساتنې او محافظت لپاره هیڅ اقدام ونشو، زموږ متخصصین، مسلکي او مجرب ځوانان اوس د نورو په خدمت کې دي، په نورو هېوادونو کې زرګونه ډالر ورکول کېږي او له استعداد اووړتيا څخه يې استفاده کېږي مګر دلته په هېواد کې د څو څوه ډالرو یا څو زره افغانيو په بدل کې کار نه ورکول کېږي، تاسو د کابل پوهنتون عمومي رئیس وی او اکاډمیک شخصیت یاست ولی ورته پاملرنه ونشوه؟ دا هېواد په چا جوړوئ؟

#ډيجيټلي يا انلاين کاروبار پر وړاندې انسانتياوي:
انلاین کاروباریان لکه علی بابا، امازون، ګوګل، یاهو، ای بی، فیسبوک، یوتیوب، نیټ فلکس، والمارت، اسوس او نور هر کال په ملیونونه ډالر ګټي، ولې موږ له بده مرغه بې برخه یو. له بلې خوا انلاین کاروبار په نړۍ کې تر ټولو مخکې روانه ده، بدبختانه په افغانستان کې دا برخه د جدي ستونز له امله خواره ده. یوتیوب، فیسبوک او نور پاڼې لا تر اوسه افغانستان او زموږ ژبې په رسمیت نه پیژنې. موږ کم برق په لوړه بیه اخلو ولې بیا هم د برق نشتون سره مخ یو. د ګاونډیو هېوادونو په پرتله موږ انټرنیټ په لوړه بیه اخلو ولې بدبختانه بیا هم کیفیت یې ډېر ټیټ دی. د فایبر نورې چارې تر کوم ځای پورې ورسید.؟ د پیسو لېږد رالیږد او یا هم انتقالولو جدي ستونزي او همدارنګه د دقیقو پالیسو او قوانینو نشتون لکه د انټرنیټي جرایمو، سایبري جرایمو، کاپي رایټ، په انلاین بڼه د توکو اخېستل او پلورل، د پیسو انتقال او نورو برخو کې د دقیقو قوانینو، مقرراتو او طرزالعملونو نه مجودیت له نورو ستونزو څخه دي. دا به تر کومه دوام کوي…

#منځنۍ او لوړې زده کړې:
قدرمن ولسمشره! ایا خبر یاست چې په دولتي او غیر دولتي پوهنتونو کې څه تېریږي؟ څومره زموږ تعلیمي او تحصیلي نصاب د عمل سره مطابقت لري؟درسي کاريکولم څومره په نظر کې نیول شوی او څومره د لوړو زده کړو دوزارت لخوا په ورکړل شوې لایحو عمل کېږي؟ ایا دوی د خصوصي سکټور غوښتنې او تقاضا پوره کولای شي او يايې پوره کړې دي؟ پرته له یو څو پوهنتونو له بده مرغه په اکثرو پوهنتونو کې کیفیت نشته، خیالي محصلین فارغیږي، سیاسي او قومي چلند کېږي، معنوي ارزښت هره ورځ په نشت حسابېږي.

#ښاغلي ولسمشره! هېڅ کومې سیاسي ډلې پورې تړاو نه لرم، والله د خپلو خلکو په بیچارګۍ او بیګنا وژلو مې زړه درد کوي، نن د خپلو همکارانو د شهادت او ټپې کېدو شاهد وم، نن مې د یوې مور چیغې او اه په خپلو سترګو وکتلې او په خپل زړه کې مې د هغې ټول دردونه محسوس کړل، د یو پلار اوښکې او درد، د یو خور د درد زور او شور د یوې ښځې خاموشه مرګ دا هرڅه مې د خپل وجود برخې وګڼلې او د سترګو پټولو لپاره مې وجدان هېڅ اجازه رانکړه او غلي پاتې کېدو باندې مې حتی خپل ځان نشو بخښلی، مګر پرته له دې چې د هغو ټولو فريادونو د خپل دغه ليک پر مټ تر تا درورسوم نور مې هېڅ په وس کې نشته.

#ښاغلی ولسمشره! تا هم درک کولای شم، مجبوریتونه او سیاسي دښمنان لري، خو ګوره د ولس مینه هم لرې، ستا په حکومت کې څومره بې ګناه خلک ووژل شول، څومره ظلم او وحشت وشو، ولې بیا هم خلک ستا قدر کوي او پر خپلو سينو يې ستا انځورونه لګولي او همدا وايي چې بابا زرکلن شې، ګوره بابا جانه! دا نارې او سورې دکوم زور او جبر له مخې نه بلکې له تاسره د فکري او هېواد دوستۍ د مينې له وجې کوي او د هر ډول زبرځواک خولې ته ځانونه غورځوي خو نه پرېږدي چې څوک دي غني بابا ته توهين وکړي،نو هيله کوم ددوی د سپېڅليو احساساتو قدردانی وکړه، دا پر ځان فرض وګڼه چې د دوی حقوق ورکړې، دوی لپاره د یوه ارام ژوند په لټه کې شې او دوی هم د نورو لږکيو پشان د ژوند د ټولو اړتياوو مستحق وګڼې او مستفد يې کړې. په پای کې موږ د یو لوی او مثبت بدلون غوښتونکي یو.
یادښت: بېلګې او دلایل راسره ډېر دي، خو په همدې بسنه کوم
اوښکې او دردونه
صیام الدین پسرلی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.