The news is by your side.

مايک پمپيو اسرايلو او عربي اماراتو په سفر روان شو

خبريال ويبپاڼه/د امريکا د محتده ايالاتو د بهرتيو چارو وزير مايک پمپيو د اسرايلو او عربي اماراتو په سفر روان شو.
پمپيو دغه سفر په داسې حال کې پيلوي چې د اسرايلو او عربي اماراتو ترمنځ څو اونۍ مخکي يو ډيپلوماتيک تړون هم لاسليک شو.

د نړيوالو خبري رسنيو د راپور له مخي مايک پمييو به نن د اسرايلو او عربي متحده اماراتو په سفر ولاړ شي.
په راپورنو کې زياته شوي ده چې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايلک پمپيو سره به د اسرايلو په سفر د محتده عربي اماراتو چاوراکي هم مله وي.

داسې ويل کيږي چې د ښاغلي پمپيو منځني ختيځ ته تګ په سياسي لحاظ لومړنی سفر دی چې له هغه تړون ورړسته يې کوي چې د اسرايلو او اماراتو تر منځ لاسليک شو.

د نړيوالو رسنيو په راپورنو کې ويل شوي دي مايک پمپيو غواړي بيرته له سره په هغه تړون بيا کتنه وکړي چې د عربي اماراتو او اسرايلو تر منځ لاسليک شو.

د يادونې وړ ده چې له هغه تړون وروسته چې اسرايل او محتده عربي اماراتو تر منځ لاسليک او له مخې به يې دواړه هيوادنو په خپلو منځو کې سفارتي اړيکي قوي کوي او له بل سره به د ټينالوجي ، صنعت او ځينو نورو برخو لکه روغتيا ، تراسپورت او ټولنيزو برخو کې ېو له بل سره تړونونه لاسليک کوي.

هيره دې نه وې په دغه ډيرو اسلامي هيوادنو توندي نيوکي هم وکړي او دا يې يو شرموونکی تړون بللی.
چې له هغې ډلي ايران، فلسطين ، پاکستان او ترکيې هيوادنو دغه تړون غندلی او دا يې د امريکا پواسطه د منځني ختيځ اشغال بللی دی.

خو د امريکا د متحده ايالتو بيا دغه د سمې په کچه يو بساری پرمختګ بللی او ويلي دی چې دا تړون کولای شي په عربي هيواړنو کې يوې دايمې سولې ته لار هواره کړي.

بايد وويل چې دوه ورځي مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې سعودي عربستان هم هيله مندي ښودلي چې له اسرايلو سره ورته ډيپلوماتيک تړون لاسليک کړي.
د يادولو وړ ده چې د عربي اماراتو مخکې اردون او مصر هغه دوه لومړني عربي هيوادونو وو چې له اسرايلو سره يې ورته ډيپلوماتيک تړون لاسليک کړی وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance