The news is by your side.

ولې مو پونده درد کوي علت او لاملونه يې څه دي؟

خبريال ويبپاڼه / د پوندې درد يو له هغو ناروغيو څخه ده په اوسني وخت کې بيخي زياته ده دغه ناروغي که څه هم د ځينو سيسټماتتيکو ناروغيو.له امله رامنځته کيږي لکه د آرتريت ، روماتويد او نقرس ناروغيو په څير.

خو د پوندې درد ډير زيات سخت او يوازي د پښې په همدې برخه کي وي.
خو که د پوندې درد مو په څو وروځو کې ښه نه شو حتمن بايد فيزيوتراپسټ او ددې برخي متخصيص ډاکټر ته ولاړ شئ.
هيره دې نه وي چې درملنه يې اوس خورا اسانه او ارزانه ده.

د پوندې د درد علتونه کوم دي؟

فاسيټ فلانتار
فاسيټ فلانتار د پښې د تلو يا بيخ التهابي کيدو ته وايې چې دغه ناروغي هغه وخت رامنځته کيږي چې موږ تل په يو ډول فيبري او تنګ بوټونه په پښو کړو..
او يا دا چې د پښې د تلو په برخه کې مو زيات فشار رامنځته شي په هغه صورت کې چې تلې مو چاودې شي.

کيدای شي هر څوک په فاسيټ فلانتار (د پښتو د تلو په ناروغي اخته شي) خو دغه کسان چ ډير چاغ ، دشکري په ناروغۍ اخته کس ،اميدواري ښځي او هغه څوک والبال ټينس لوبي کوي.
او يا هم که موږ کلک بوټونه په پښو کړو او تل په لوړو زينو هر وخت خيژو دغه چاره مو د پښتو د تلو په تيره بيا د پوندې د درد په ناورغۍ اخته کوي.

په پونده کې ازغی(خار)

د پوندي ازغی هغه څه ته وايې په دغه برخه کې په غيري طبعي ډول يو هډوکی لوی او حرکت وکړي. چې پونده کې ددغه هډوکي را پيدا کيدا خورا سخت درد لري او انسان نشي کولای تر ډيره مزل پرې وکړي. ځکه چې هر قدم اخلي داسي فکر کوي چې څوک يې په پښه کې ميخ ننباسې.
هيره دې نه وي دغه هډوکی د پښو په برخه کې له نورو رګونو سره ټکر کوي او د سخت شديد درد درامنځته کيدا باعث ګرځي.
چې د پوندي د ازغي پيدا کيدا هم له تنګو بوټونو او يا له داسې بوټو څخه چې سم او مناسب نه وي را پيداکپږي.

د پوندې د درد تشخيص

وروسته له دې چې کله ډاکټر ته ورشئ هغه مو د ناروغۍ د پښيدو.او ځيني نورو عواملو پوښتنه کوي.
متخصيص ډاکټر درته د تګ توصيه کوي او دا درته وايې چې بايد تګ وکړئ د بوټونو د ډول پوښتنه در څخه کوي.
او حتی دا هم بايد ډاکټر ته وواياست چې څه ډول څنکه او څومره خوب کوئ.

له دې وروسته مو ډاکټر د روان او عصابو ټيسټ کوي او وروسته له دې، ددې ناروغۍ جوت لامل معلوموي.

د پوندې د درد درملنه

که څه هم د پوندي درد په مسقم ډول د پښو په هډوکي پوري تړاو لري خو ځيني ډاکټران د دې ناروغۍ علتونه ځينې نور هم بولي. دغه ډاکټران په دې باور دي چې ۹۰ سلنه وګړي په دغه ډول يعني محافف کارانه ډول جوړيدلای شي. او پاتي نو يې جراحي علمياتو ته اړتيا ده.

څو داسې لارې چاري بغير له جراحي علمياتو کولای شو د پوندې درد مهار کړو.

استراحت
کله مو چې په پونده کې زيات درد احساس کړ نو لومړی يې بايد علت پيدا کړئ که مو د پوندې درد له کوم زخم يا ميکروب څخه وو حتمن بايد استراحت وکړئ.

د درد اراموونکي درمل
هغه درمل چې غيري التهابي خاصيت ولري لکه(Nsaids) اړ ايبوپروفن هم درد اراموي.
او د پوندي درد د يخي پواسطه هم اراميږي.

ورزس
البته ځني مخصوص ورزشونه شته چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته کوي.
د پوښو د تلو ورزش: په دغه ډول ورزش کې بايد کينئ او پښې وغږوئ او کله چې مو پښې وغزولي نو د پلو.د تلو په متځ کې يو داسې پړي ته ورته څه واچوئ او تر ۳۰ ځله پوري پښې د نس لوري ته راکش کړي.

ديوال ته مخامخ
په دغه ورزش کې ديوال ته مخامخ ودريږئ د پښو.د ګوتو په سر د منډي په شان حرکت وکړئ.

خو دا هم بايد وويل شي لکه څنګه چې دا ناروغي عامه شوي اوس علاج هم همدومره اسانه دی.
اوس د پښې د پوندي علاج جراحي علمياتو ډير ژر او خورا اسانه کيږي. چېط په هر ځای کې ممکن دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.