The news is by your side.

آيا رښتيا هم زموږ په کهکشان کې ټريليونه يتيمې سيارې شته؟

خبريال ويبپاڼه / تازه ساينس پوهانو په يوه څيړنه کې موندلي چې زموږ (په هغه کهکشان کې چې د ځمکې کره ده) کې دومره يتمې سيارې شته چې تر موجودو ستورو يې تعداد زيات دی. يتمي سياري هغه سيارو ته ويل کيږي چې د نورو ستورو په شان په مدار کې نه را څرخي بلکي په فضا کې په ازاد ډول يوه او بل لور ته حرکت کوي.

تر اوسه د فلکياتي چارو پوهانو په اټکلي ډول ويلي چې شايد زموږ.په کهکشان(هغه کهکشان چې د ځکمې کره پکې شتون لري) لري له ۱۰۰ ټريليونه څخه تر ۴۰۰ ټريليونه پوري ستوري شتون ولري.
خو دا هم کيدای شي چې تر اوسه په يقني او باوري ډول داخبره څوک نشي کولای او نه هم تر اوسه داسي کوم ساينس پو پيدا شوی چې په بشپړ ډول د کايناتو په اړه معلومات ولري.

د ايسټرونو ميکل په ژورنال کې د يوې خپرې شوي څيړني له مخې چې پکې ساينس پوهانو په اټکلي ډول ويلي چې شايد د یتمو سيارو شمير تر ۴۰۰ ټريليونو زيات دي.

دا يتمي سيارې(هغه سياري دي چې مدار نه لری) خو تر اوسه يې څوک په اړه نه پوهيږي چې دا سيارې څنګه جوړښت لري او څه ډول حرکت کوي تر اوسه په دې اړه انسانانو ته بشپړ معلومات نشته.

د امريکا ستري فضايې ادارې ناسا له خوا هغه نوي جوړه شوي سپوږمکې(دوربين) چې تر ۲۰۲۵ کال پوري په فضا کې د څيړنو لپاره ليږدول شوي. دغه سپوږمکي د ګردو سيا يا ډهونډنې د معلومولو سربيره د يتمو سيارو يا هغو سيارو چې مدار نه لري معلومات را ټولوي.

د څيړونکو په باور د ناسا دغه نوي سپوږمکۍ به د بې مداره سيارو په اړه کره معلومات راټول کړي او دا به هم معلولومه کړي چې دغه سياري څومره لرغوني او څه ډول جوړښت لري.

ددغو سيارو په اړه تر اوسه د ساينس پوهانو.تر منځ داسې باور دی چې دغه سيارې ټريليونه کاله وړاندي په هغه صورت کې له مدراه وتي او په خلاص ډول حرکت کوي چې د دوی تر منځ د ثقل يا د جاذبې قوه کمه شوي ده. نو له همدې امله د دوی مدار ختم شوی او اوس په فضا کې د نورو ستور برعکس بغير له کوم مدرا څخه په ازاد ډول حرکت کوي.

د هغو بې مدراه(يتيمو) سيارو په اړه چې زيات جسمات او وزن ولري داسي ويل کيږي چې شايد د شمسي نظام په لومړيو کې له دې نظام څخه بيلې شوي وي.

بايد وويل شي فضايې څيړونکو له ۱۹۹۸ څخه تر نن پورې يوازي ۲۰ داسې سيارې موندلي چې مداري نه لري او په ازاد ډول حرکت کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.