The news is by your side.

طالب مشرانو د يوه پټ هدف لپاره پاکستان ته سفر وکړ

خبريال ويبپاڼه/دوه ورځي مخکي د اګست د مياشي په ۲۲ نيټه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت څخه په يوه خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي وو.

چې د پاکستان ملکې حکومت خوښ دی چې د ملګرو ملتونه هغه ماده پلي کوي چې په نړيوال تروريستانو بنديزونه لګوي.
په اعلاميه کې ويل چې د پاکستان حکومت هم د نړيوالو ترورستانو په ګډون د طالبانو په ځيني مشرانو چې د دې ډلې د قطر سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سربيره ددې ډلې ځينې لوړ پوړي مشران پکې شامل دي په هغوی دی يو.لړ بنديزونه لګوي.

پاکستان ته د دغه طالب پلاوي مشري د قطر د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوي. چې د دې ډلې ځينې نور لوړ پوړي طالب چارواکي ملا خيرالله خير خوا، محمد نبي عمري، شهاب الدين دلاور ، عبدالطيف منصور او قاري دين محمد کوي.

د پاکستان ځينو حکومتي سرچينو مشال راډيو ته دا هم ويلي چې د طالبانو مشران پاکستان ته را رسيدلي، د پاکستاني حکومت او طالب مشرانو ترمنځ خبري اتري هم پيل شوي دي.

بايد وويل چې د طالب مشرانو تګ پاکستان ته په ښکاره کومه ځانګړي موخه نه لري.
خو د طالبانو د قطر د دفتر وياند سوهيل شاهين څه موده مخکې رسنيو ته ويلي وو، چې پاکستان ته د سفر موخه يې په افغان سولي له پاکستاني چارواکو سره خبري اتري کول دي.

خو پاکستاني لوري د دې خبرو د اجنډا په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

طالب مشران په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې د پاکستان د حکومت له لوري پر دوی بنديزونه لګول شوي دي.
په دغه بنديزونو کې چې د پاکستاني حکومت له لوري پر طالبانو لګول شوي. طالب مشران نشي کولای پاکستان او يا له پاکستان څخه نورو هيوادنو ته ولاړ شي.
او بله دا چې د بنديز په نوملړ د راغو طالب مشرانو ټولې شتمنۍ به ګنل او په پاکستاني حکومت پسې تړل کيږي.

هيره دې نه وي چې په دې اړه تر اوسه د پاکستان پوځ څه نه دي ويلي.

دلته پوښتنه دا پيدا کيږي چې څنکه طالب مشرانو د پاکستان له بنديز سره سره بيا هم دې هيواد ته په مرموز ډول سفر کړي او حتی دا چې د سفر اجنډا يې نه وي معلومه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.