فېروز الدین او پرې را څرخېدلې کړۍ څارنوالۍ ته معرفي شوې

خبریال وېب پاڼه/ د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروز الدین فېروز د پخوانیو درې معینانو سره یو ځای لوی څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول.

ویل کیږي، له دوی سره یو ځای د عامې روغتیا وزارت یو بر حاله معین هم لوی څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی دی.

دوی له دندې نه د ناوړې ګټې اخیستنې په تور او د کرونا اړوند د سرچینو په حیف او میل تورن شوي، چې د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره لوی څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ ماڼې د تفتېش ریاست ته د کرونا اړوند د سرچینو د مصرف او لګښت په اړه د څېړنو دنده ورکول شوې وه او په دې تړاو د یاد ریاست څېړنې بشپړې شوي دي.

تر دې وړاندې هم په سخت کرونایي وضعیت کې د میلیونونو مرسته شویو ډالرو په ورک کېدو او غلا کېدو سره د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروز الدین فېروز او د ولسمشر سلاکار او د کرونا پر وړاندې د مبارزې د کمېټې پخوانی مشر وحید عمر د ملي شورا له لوري لوی څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي وو، خو ملي شورا یاده پرېکړه بېرته اخیستې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان سره د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د یو شمېر هېوادونو، نړیوال بانک او نړیوالو ټولنو له لوري میلیونونه ډالره مرسته وشوه، خو نه هغې مرستې پر خپل ځای ولګېدې او نه پرې د روغتیایي سېسټم ملا ور جوړه شوه.

له عامې روغتیا وزارت سره د میلیونونو مرسته شویو ډالرو سره سره لا هم حکومت په هېواد کې د کرونا وبا پر وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلی دی.

د نغدي مرستو سره سره د روغتیایي توکو او په ځانګړې توګه د تنفسي دستګاوو یو شمېر مرستې هم ژوندۍ ګړندۍ ورکې شوې او پاکستان ته قاچاق شوې خو حکومت او په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت لا هم سر زوري کوي او نه یې مني.

بل لور د روغتیایي توکو د کمښت له کبله یو شمېر ولایتي روغتونونو کې د ناروغانو لپاره ان پېچکارۍ او عادي د سر درد ګولۍ هم نه پیدا کیږي او ناروغان د ناروغۍ پر بستر کړیږي.

له دې سره جوخت د عامې روغتیا وزارت ویلي، په هېواد کې د کرونا وبا د دویمې احتمالي څپې پر وړاندې یې تدابیر نیولي او پوره چمتووالی لري، خو په داسې حال کې لا هم د کرونا وبا په بشپړه توګه نه ده ختمه شوې خو د مثبتو پېښو شمېر یې څه نا څه د اوایلو په پرتله کم شوی دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More