The news is by your side.

هندوستان ټايمز: پاکستان طالب مشران ديوې نوې پروژې لپاره ور بللي

خبريال ويبپاڼه/ د هند له نوي ډيلي څخه خپريدونکي هندوستان ټايمز ورځپاڼې پاکستان ته د طالب مشرانو په ورتګ يوه مقاله خپره کړي ده.
په مقاله کې ويل دي چې د طالب مشرانو ورتګ پاکستان د ترهګرۍ د ځپولو په خاطر نه بلکي پاکستان غواړي د يوې نوې پروژې له لارې په سيمه کې د طالبانو پواسطه خپلې ګټي غوندي کړي.

د مقالي ليکوال زياتوي چې وبه ليدل شي چې پاکستان له خپل نفوذ څخه په استفادي د افعان سولې لپاره څومره کار کوي. او کنه برعکس د افغان جکړي په اور به تيل توی کړي.

هيره دې نه وې چې پرون دوشنبه طالب مشرانو د يوه نامعلوم هدف لپاره د پاکستان پلازمينه اسلام اباد ته سفر وکړ.

که څه هم د طالب مشرانو د دې سفر مشخصه اجنډا معلومه نه وه خو د طالبانو د قطر د دفتر وياند سوهيل شاهين رسنيو ته ويلي وو چې د طالب مشرانو سفر پاکستان ته د افغاني په پار تر سره شوی.

ښاغلي شاهين په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې طالب مشران غواړي له پاکستان سره د افغان ګډوالو او سپین بودلک او تورخم دروازو د دايمې خلاصولون په اړه هم له پاکستاني لور سره خبري اتري وکړي.

پاکستان ته د دغه طالب پلاوي مشري د قطر د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوي. چې د دې ډلې ځينې نور لوړ پوړي طالب چارواکي ملا خيرالله خير خوا، محمد نبي عمري، شهاب الدين دلاور ، عبدالطيف منصور او قاري دين محمد کوي يې هم ملتيا کوي.

هيره دې نه وي چې د طالب مشرانو سفر پاکستان ته په داسې حال کې تر سره کيږي چې په افغانستان کې نا امنيو زور نيولي.

د يادولو وړ ده چې په پلازمينه کابل کې هدفي او.مرموزي وژني خورا زياته شوي ، د افعانستان په شمال کې سخته جکړه روانه ده، پلازمينې کابل ته څيرمه نيږدې ولسواليو کې هم حالات ترينکي شوي دي او وخت نا وخت ترې د جکړې راپورنه ورکول کيږي.

بايد وويل چې په افغانستان کې د ورستيو نا امنيو ، او د سولي په پروسه کې د خنډ او ځنډ منځته راتلل او د طالب مشرانو سفر پاکستان ته افغانان سخت انديښمن کړي دي. په تير بيا هغه ملکي افغانان چې د فقر تر چتر لاندي ژوند کوي. چې کار او ژوند يې د جکړې له امله په ټپه ولاړ دی.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance