The news is by your side.

پمپيو: له عربي امارتو وروسته نور عربي هيوادنه هم اسرايلو ته تسلميږي

خبريال ويبپاڼه/ د امريکا د محتده ايالاتو د بهرنيو.چارو وزير مايک پمپيو ويلي چې له متحده عربي اماراتو وروسته به نور عربي هيوادونه هم اسرايلو ته تسلم شي.

د نړيوالو خبري رسنيو د راپور له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو اسراييلو ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې د اسراييلو د لومړي بينيامين ياتنياهمو سره په ليدنه کې ويلي چې له محتده عربي اماراتو وروسته ددې قوي امکان شته چې نور عربي هيوادنه هم اسراييلو ته تسلم شي.

د امريکا د بهرنيو.چارو وزير له هغه تړون وروسته چې د متحده عربي اماراتو او اسراييلو تر منځ لاسليک دا لومړی سفر دی چې دې هيواد ته يې تر سره کوي.

له مايک پمپپو سره په دغه سفر کې د عربي متحده اماراتو لوړ پوړي چارواکي هم مله وو. چې دری واړو لوريو له ليده کاتو وروسته او خبري اتري تر سره وکړې.

له ليدنې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو يوه خبري کانفرانس ته خبري وکړي او هغه د اسرايلو ټول ملت ته ددې تړون مبارکي وويله او ويې ويل چې امريکا حتمن د اسرايلو تر شاه ولاړه ده او تل به يې ملاتړ کوي.

هيره دې نه وي چې څړ اونۍ مخکې د عربي اماراتو او اسرايلو تر منځ ډيپلوماتيک تړون لاسليک شو. چې له امله به يې دواړه هيوادنه پر خپل منځ کې سفارت خاني ولري، او نور ګڼ ټولنيز تړون لاسليک او يو ځای به کار پري کوي.

بايد وويل شي چې د محتده عربي امارتو او اسراييلو تر منځ د تړون له لاسليک وروسته په نړيواله کچه په تير بيا د اسلامي هيوادنو غبرګونونه را وپارول.

د فلسطين حماس جنګيالۍ ډلي دغه تړون د فلسطيانو د لاسونه تړل بولي هغوی ويلي چې عربي امارات په لوی لاس د امريکا په لمسون فلسطين اسراييلو ته تسلميوي.

ايراني حکومت هم دغه تړون يو شرمونکی تړون بللی او محتده عربي امارات يې د امريکا لاسپوڅی هيواد بللی او ويلي دي چې عربي هيوادونه په لاس غواړي چې د اسراييلو او امريکا تر اشغال لاندي شي.

ترکيې هم دغه تړون غندلی او دايې د مسلمانو هيوادنو ډيره کمزوري بللي ده.

د محتده عربي اماراتو او اسرايلو تر منځ ډيپلوماتيک تړون ته ګڼو هيوادونو غبرګونونه ښودلي ځينو يې هرکلی کړي. خو ځينو بيا دغه تړون غندلی او هغه يې د فلسطينيانو په حقونو تيری بللی دی.

بايد وويل چې سعودي عربستان د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټړمپ دذې څرګندونو او ددې تړون په هکله څه نه دي ويلي.

د يادولو وړ ده چې تر عربي اماراتو مخکي دوو نورو عربي هيوادنو اردون، او مصر هم له اسراييلو سره دې ورته ډييلوناتيک تړونونه لرل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.