د هواپه بڼه یې سر وخوځاوه
خبریال ډاټ کام/آسمان کې تک توره وریځ خپره وه
وحشتناک الماسک د زړه ستنې کاږلې
له لویدیځ اړخه زورور باران راغی
باران دومره تالنده ؤ چې لس دقیقې نه وې وتلې چې د غرونو له لمنو یې وېروونکي او وحشتناک سېلابونه را واییستل
زموږ کور د کلي په منځنۍ برخه کې ؤ
کلی مو د دریو غرونو په لمن کې را ایسار ؤ
له کلي نه مو دری د اوبو لویې ویالې تېرې شوې وې
له نېکه مرغه کلیوالو او د سیمې خلکو دری سره ویالې په هر ورخ کې خوشي کړې وې، تر څو اوبه یې سیند ته لاړې شي او د سېلابونو په راتګ سره کورونه او زراعتي ځمکې لاندې نه کړي
باران د کابو نیم ساعت لپاره وورېد
زړور سېلابونه راغلل
ټولې ویالې یې له ډبرو، خاورو او رېګونو ډکې کړې خو له نېکه مرغه چا ته پکې د سر زیان وا نه وښت
کور کې مې مور د سر له درد نالېده
د پلار په لارښوونه روغتون ته لاړم، چې مور ته درمل راوړم
روغتون زموږ له کلي نه شمال لویدیځ اړخ ته په کابو دری کیلو مترۍ کې ؤ
درمل مې واخیست
د راتلو پر مهال مې د سید خړ او د خاورو رنګ ته کتل
ډېر ځواکمن اېسېده
اوبه نیږدې د سید له پله هم اوښتې
ډېری واړه او ښځینه به چې له پله نه تېرېدل، سترګې به یې اوبو اخیستې نو له ګڼو ستونزو سره یې خلک مخ کړي وو
د پول عرض یو متر ؤ نو ځکه به خلک پرې ډارېدل
د روغتون لخوا چې پله ته را ورسېدم، دری ښځې چې یوه یې پېغله وه له یو واړه ماشوم سره د پله تر څنګ ولاړې وې. دوی له پله نه د تېرېدو جرأت نه شوای کولی
ماشوم چې کابو شپږ کلن به ؤ، ډېر دلاوره ؤ
ښځو ته یې ویل:
ادې راځئ دا نو څه سخته خبره ده؟
ماشوم په دې خاطر چې ښځو ته په ثبوت ورسوي، په پله روان شو د پله نیمایي ته په رسېدو ودرېد
لکه سر یې چې ګرځېدلی وي، ځای پر ځای کېناست
پېغلې چییییغه کړه، احمدددده!!!
ور منډه یې کړه
خو احمد ته ور رسېدلې نه وه چې خپله موازنه یې له لاسه ورکړه
د سیند مینځ ته ور ولوېده
اوبه به ښایي دوه نیم یا دری متره لوړې وې
یوه بوږنوونکې صحنه وه
مور یې نارې سورې خورې کړې
له ځان سره هک حیران وم
ویل مې که جینۍ ژغورې نو خپل ژوند به په خطر کې اچوې
بل پلو هلک هم د پله پر سر ژړل
باید ژر کې پرېکړه کړې وای
جینۍ به کله د اوبو سر او کله به په اوبو کې ډوبه شوه
څه عجیبه ټراژیدي مې پر وړاندې جوړه شوې وه
د مور یې ما ته را پام شو
ویل یې:
اې د خدای لحاظ ومنه لور مې وژغوره
نور مې نو د صبر کاسه را ډکه شوه
د ځان او ژوند فکر مې له سر ووت
واسکټ او څادر مې وغورځول
منډه مې کړه
نه پوهېږم څنګه خو دومره مې وکړل چې لومړی مې هلک د پله بل سر ته ویوست او بیا مې د سیند غاړه د خپلې منډې لیکې ته ورکړه
په څو شېبو کې جینۍ ته ور نیږدې شوم
سیند ته مې ور ټوپ کړل
لکه سرتېری په لامبو مې ځان د جینۍ خوا ته ور ورساوه
د سیند اوبه چې د خړو سېلابونو هغه وې، ډېرې وېروونکې او غټې څپې یې وهلې
دری ځله زورورو څپو له جینۍ هخوا ګوزار کړم
د سیند ککړې او خاورینې اوبه مې څو ځله تر خوله تېرې شوې
جینۍ به کله چیغه کړه، کله به یې اوبه تېرې شوې سلګۍ به یې په ساه بندۍ تېرولې
دومره مې وکړل چې د سیند تر غاړه د یوې غټې خرولې (یو ډول ونه ده) شاخ را ونیو او جینۍ مې په پوره زور په ښي لاس د ونې بېخ ته ور ګوزار کړه
پېغلې اخخح وکړ او لکه هېڅ ساه چې په کې نه وي، د ونې ډډې ته ستونې ستر پرته وه
د اوبو یوه زوروره جټکه راغله
یو غټ خنډ مې د ښۍ پښې ورانه ته برابر شو او د اوبو منځ ته یې ګوزار کړم
هغه شېبه مې چې پښې څومره درد کاوه، له یاده مې نه وځي
داسې ښکارېده لکه د ژوند وروستۍ شېبې چې ګورم
نور مې د سېلاب په لومه له مستو اوبو سره د مبارزې انرژي بایللې وه
یوازې دومره مې وکړل چې د سیند پر یوې څپې باندې مې ځان د سیند څنډې ته کړ
نور په ځان نه یم پوه شوی
نه پوهېږم څومره وخت به وتلی ؤ خو کله چې په خود کې شوم
سترګې مې په سپینو ګروپونو ولګېدې
د خلکو د غږېدا انګازې مې تر غوږو کېدلې
لکه خوبوړی خبرې مې نیمې نیمې اورېدلې، یوه یې ویل:
دا شکر چې منیر سیند ته پسې ور ټوپ کړي وو کنه اوس به کېدای شي هغه پېغله هم د ماهیانو خوراک شوې وه
بل یې ویل:
هغه خو هغه، کېدای شوای چې مور یې هم پسې ور ترپ کړي وای او هغه هم اوبو وژلې وای او هغه وړوکی ماشوم هم همداسې..
ورو ورو مې د هوښ کچه زیاتېدله
کله مې چې سترګې سمې وغړولې، اوطاق له کلیوالو ډک ؤ
پلار مې سر ته ناست ؤ
له سترګو روانې اوښکې مې یې را پاکې کړې، ویل یې:
درباندې ویاړم زویه!
ویل مې:
موږ چېرته یو؟
پلار: چپ شئ او خلکو! صابر په هوښ کې راغی
ټول چوپ او زما خواته راغلل
پلار مې را ته وویل:
موږ په شېرخانه (زموږ ځای کې یو روغتون دی) کې یو
تا چې کوم کار کړی دی، له برکته یې یوه بسته کورنۍ ژغورل شوې ده
که ته نه وای د شاه حسین له لور سربېره به ښایي د هغه ښځه او زوی هم اوبو وړي وای
ویل مې:
لور یې ښه ده؟
د سر په اشاره یې په خواږه انداز وویل: هو، په ښځینه بیستر خونه کې ده، ښه ده
کلیوالو مې پوښتنه وکړه او لاړل
شېبه وروسته مې مور راغله، ژړل یې
ویل یې: نامیند نه شې (نا امیده نه شې) چې خدای څنګه وساتلې؟!
په خندا کې مې ورته وویل: بس ادکې د خدای مرسته وه
همدې شېبه کې د بر کلي شاه حسین او ښځه یې هم زما پوښتنې ته راغلل
شاه حسین کېناست او کلکه غاړه یې راکړه او د مننې په پار یې نېکې پېرزوینې را ته وړاندې کړې
ښځې یې هم په تندي ښکل کړم او زیاته یې کړه؛ ته یوه فرېښته یې زموږ هیلې دې ژوندۍ وساتلې
زما ښۍ پښه ماته شوې وه او په دویمه ورځ یې له روغتون نه رخصت کړم
د تلو پر مهال مې مور ته ویل چې یو ځل د شاه حسین د لور پوښتنه کوم
مور مې ومنله
د ښځو بیستر خونې ته ورغلو
مور مې په لارو را ته وویل چې لور یې زهره نومیږي
ورغلو
زهره په خپل بستر کې ناسته وه
د هغې اوبه سږو ته تېرې شوې وې، دا چې میکروبي هم وې نو سړې او تودې تبې یې کولې
ډاکترانو ورته ویلي وو چې دوې یا دری ورځې دې نوره هم په روغتون کې پاتې شي
وړې سترګې، نرۍ پوزه او جذاب اننګي یې لرل
په لیدو مې موسکۍ شوه
ښه احساس یې راکړ
په خندانه څېره کې یې د مینې شغلو څپې وهلې
مخې ته مې یې د مور په مرسته پر چوکۍ کېناستم
د حال پوښتنه مې یې وکړه
مننه او شکرانه مې یې ادا کړه
ویل مې: هر ځای اتلولي په کار نه ده، لږ په خپلو احساساتو سلطه ولره
خدای مه کړه نیږدې وو ځان د مرګ خولې ته ورکړې
ویې موسل او زیاته یې کړه: ته خو وې کنه؟!
ویل مې: که نه وای؟
زهره: بیا به مې څه بل فکر کاوه
ومې خندل
ادې مې هخوا د زهرې له مور سره ګیلې او د زړه خواله شریکول
ویل مې:
ادې ځو؟
د هو په بڼه یې سر وخوځاوه
ټکک یې راکړل او په پورته کېدو کې را سره کمک شوه
له دروازې نه د وتلو پر مهال مې زهرې ته وکتل
خوږه موسکا یې وکړه او سترګګ یې را ته وواهه
پای
لنډه کیسه
لیکوال: مطیع الله همدرد
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.