The news is by your side.

د بلخ نننۍ موټر بم چاودنې مسؤولیت طالبانو منلی

دخبریال وېب پاڼه/ بلخ کې د نن سهار موټر بم چاودنې مسؤولیت طالبانو ومانه.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو د بلخ ولایت په خاص بلخ ولسوالۍ کې د موټر بم چاودنې مسؤولیت منلی.

طالبانو د اعلامیې پر خپرولو په چاودنه کې ګڼو امنیتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

طالبانو په اعلامیه کې زیاته کړې چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته یې د صفر شپږ قطعې په مرکز چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.

دوی په اعلامیه کې تور پورې کړی چې چې دا استخباراتي قطعه غواړي شمال کې د داعش ډله تقویه او ځای پر ځای کړي.

نن سهار شاوخوا نهه بجې د بلخ ولایت په خاص بلخ ولسوالۍ کې ٢٠٩ شاهین قول اردو ته نږدې موټر بم چاودنه شوې، چې د شپږو کومانډو ځواکونو په ګډون په کې ٣٥ ملکیان ټپیان شوي او یو تن شهید شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.