The news is by your side.

د دارچينو څو حيراوونکي طبعي ګټي

خبريال ويبپاڼه / دارچين يو له هغو طبي بوټو څخه ده چې د انسان د روغتپا لپاره خورا ګټور او په ډيريو درملو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي. دغه بوټې د نورو طبعي بوټو په څير د انسان د روغتيا لپاره خورا ګټور دي.

د دارچينو ځيني طبي ګټي.

د ويني د قند يا شکر کنټرول

څيړنو ښودلي ده چې د دارچين بوټې د انسان په بدن کې له انسولينو سره مرسته کوي ، خپله انسولين هم په بدن کې د وينې د شکري د کنټرول دنده پر غاړه لري.
که څوک د شکري ناروغي ولري کولای شي دارچين د چای په څير په اوبو کې وکاروي. او يې يا هم په ورځني ډول له خوراک وروسته وخورې.

۲: د کلسترول(غوړو) او تري ګليستريدو اندازه را ټيټول

دارچين کولای شي د انسان په بدن کې په غيري مستقم ډول د شکري او چربي اندازه ټيټه کړي چې په بدن کې د کلسترولو د اندازې راټيټول د LSL په نامه او د تري ګليستريدو کچه راټيټول د HDL په نامه ياديږي.

۳: له الزيمر (عصبي) ناروغي څخه مخنوی

څيړنو ښودلي چې دارچين له الزايمر او ځينو نورو ذهني ناروغيو لپاره هم ګټور ثابت شوې دي. چې په دارچينو کې ۲ ډوله ترکيبات چې لومړی هغه يې د اپيکاتچين او هغه بل يې سينامالدهايد په نامه ياديږې چې د هغو کسانو لپاره ډير ګټور دي چې حافظه يې کمزوري او يايې له لاسه ورکړي وي.

۴: د زخم د زياتوالي مخنوي
د ضيد ميکروبي خاصيت په درولودو دغه طبي بوټی کولای د زخمونو د التهابي کيدو مخه ونيسې.
حتي څيړنو لا دا هم ثابنه کړي چې د دارچينو غوړي د ايډز يا HIV خطر هم راکموي.

۵: د بدن دفاعي سيستم پياوړی کوي

دارچين کړلای شي د مغزي سلولونه مخنوي په صورت کې زموږ ذهني ځواک په تيره بيا بدني ځواک پياوړ کړي.

۶: د زړه د ناروغيو مخنوی کوي

دارچين چې د ضد باکتريا خاصيت لري د زړه د ناروغي د مخنوي لپاره هم ګټور دي چې کولای شي د شريانونو او د زړه شاه خوا رګونو ساتنه وکړي.

۷: د وينې دوران منظموي

دغه درمل په بدن کې د وينې له منظم دوران سره مرسته کوي او لکه څنګه چې پوهيږئ د وينې د دوران له منظوالي سره زموږ په بدن کې د ډيرو ناروغيو.مخنوي کيږي. لکه د لوړ فشار، د زړه او داسې نورو ناروغيو.

۸: د سر درد لپاره

موږ کولاط شو دغه درمل د سر درد لپاره وکاروو. ځکه دغه درمل د درد ښه اراموونکی خاصيت لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.