The news is by your side.

داسې بې پلوټه الوتکه چې مالونه ليږدوي

خبريال ويبپاڼه/ د کاناډا په پلازمينه تورنتو کې ساينس يوهانو داسي يوه مالي الوتکه جوړه کړي چې بغير له پيلوټ څخه زرګونه کيلومتره مزل کولای شي.

دغو پوهانو دا ډرون يا پيلوټه په داسي ډول جوړه کړي چې له نورو ډرون اولوتکو جوت توپير لري. دغه نوي بې پيلوټه مالي الوتکه چې بارونه به ليږدوي دوه څرخونه يا پکې لري چې د الي کوبټر په څير يو څرخ مخته او بل ساته دی.

دغه نوي بې پيلوټه الوتکه چې تر نورو مالي الوتکو څو چنده غوره او ښه ده، کولای شي بغير له کوم چلوونکي يو ځای څخه مال بل ځای ته په ډيري اسانۍ او کم مصروف سره وليږدوي.

پوهانو ددې نوي دوه څرخه لرونکي ډرون نوم اېوې ډرون ايښودلی دی.

که څه هم په اوسنيو وختو کې ډيرې بې پيلوټه(ډورن) الوتکي شتون لري چې د مالونه په وړولو کې ترې ګټه اخلستل کيږي. خو دغه ډرون يا بې پيلوټه له نورو څخه دا توپير چې ۲۱۰ هارس پاور په ډير تړپير لري.

د کاناډا يوې نوې کمپنۍ دغه نوي بې پيلوټه (اېوې ډرون) د هوايې ځواک د مالونو د ليږدولو لپاره جوړه کړي ده. چې هم ښه پريمانه وزن ليږدولای شي او خورا چټکه درومي.

دغه ډرون د مالونو ليږدولو لپاره خپل ځای لري او هم کولای شي له ځمکې څخه د چنګګ پواسطه مال جيګ کړي.

تر ټولو ښه خبره دا ده چې دداسئ ډرون اولوتکو پواسطه کولای شو له لري ځايونو څخه خپل کورته مالونه هم راوړو.

اېوې ډرون اولوتکه چې ۲۱۰ هارس پارو لري تر ۲۵ کيلو ګرامو پوري مال وړلای شي او آن په يو ساعت کې په خورا چټکوالي سره ۱۰۰ کيلو متره په ساعت مزل کولای شي چې په يوه ځل پرواز تر ۲۵ کيلو مترو الوتلای شي.

په نړيواله سحطه لومړنۍ ډرون یا یې پيلوټه جنګي الوتکه امريکايې پوهانو له خوا جوړه شوه.چې په جنګي ډګر کې تر ډيره بريالۍ هم وه او ډيری وحت يې چټک.او ناشوني عمليات تر سره کړي چې د انسانانو له وس پورته کار دی.

خو بايد وويل شې چې د جنګي ډرون الوتکو په اړه په نړيواله کچه د د بشري حقونو د مدافعنو له خوا غبرګونه ذامنځته شول.

دغه مدافعين په دې باور دي چې په ډرون الوتکه کې انسان نه وي ناست هغه انساني احساسات نه لري نو ځکه په بشر او.انسانان رحم هم نشي کولای.

خو هيره دې نه وي چې هغه ډرون الوتکي چې ورځني ژوند کې ورڅخه ګټه اخيستل کيږي خورا ګټورې او د انسانانو ژوند يې خورا اسانه کړی دی.
لکه همدا ايوې ډرون الوتکه چې کولای شي مالونه وليږدوي.
ددې ډول الوتکو پواسطع کولای شو لع لرې ځايه بغير لع کوم انسان څخه خپل مالونه وليږدوو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.