آيا د اوښکو له راز څخه خبر ياست؟

خبريال ويبپاڼه/ زموږ له سترګو هغه وخت اوښکي ځې چې کله ډير غمجن شو يا بې اندازې د درد احساس وکړو او يا هم د عشق او مينې په اور کې سوځو نو بې اختياره مو اوښکې له سترګو ځي.

ځنې انسانان ډير ژر ژآړې يا په بله اصطلاح ډير نازک زړه لري چې د يوه واړه غم يا پيښې په ليدو يې له سترګو بې اخطياره اوښکې ځي.
او شايد ليدلې به مو وي چې د هر چا د ژړا ډول بيل وي ځني په زوره ، زوره چيغي وهي ځڼي پټه خوله او ځيني بيا ځانګړي غږونه(هق ، هق) له خولې باسي.

اوښکې له څه شي جوړيږي؟

د اوښکو د غدو پواسطخ جوړيږي چې د سترګو د کاسو په پورتنۍ برخه کې قرار لري. کله چې په دغو غدو کې د مايع (اوبلن) مواد زيات شي ، د اوښکو د ذخيزې کاسې ډکيږي او د اوښکو د څاڅکو په څير له سترګو او يا زنخ له لارې له پوزې څخه وځي.

ولې اوښکې جوړيږي؟

دا ځکه هغه احساسات چې پر موږ خورا زيات مثبت يا منفي تاثير وکړي زموږ د اوښکو غدي په کار پيل کوي او زموږ د سترګو په کاسو کې دغه پريمانه اوبه له انزايمونو ، او نايتروجن څخه جوړوي.
چې د اوښکو ۹ سلنه مالګه جوړوي. نو دا هم ويلای شو چې اوښکې مو ځکه تروش خوند لري ځکه چې ۹ سلنه يې مالګه جوړوي.

دا هم بايد په ياد ولرئ چې داوښکو جوړ شوي اجزا په هغه وخت کې چې انسان غمګين ، يا د مينې او عشق په درشل کې وي بيل دي.
خو د خوشالۍ او ښه احساس په وخت کې بيل ډول اجزاوې زموږ اوښکې جوړوي.

په عموم کې درې ډوله اوښکې لرو چې لومړی هغه يې د غبرګون اوښکي او ۲ د اساسي ۳ د احساساتو له امله اوښکې.

اساساسي اوښکي.

هغو اوښکو ته ويل کيږي چې د اوښکو غدې يې هر وخت د جوړولو په حال کې وي ، له اساسي اوښکو پرته نشي کولای زموږ سترګي کار وکړي ځکه دغه اوښکي دي چې زموږ سترګي يې په مرسته يوې او بلې خواته حرکت کوي که د چا په سترګو کې ددې اوښکو کمی وي هغه د ليد له کمښت سره مخ کيږي سترګي يې سرې اوړوي او وچيږي ، نشې کولای تر ډيره يې رڼې وساتی.
دغه اوښکو زموږ سترګي له نورو مضرو توګو څخه هم ژغوري او هر وخت زموږ سترګي رامنځي.
آن اساسي اوښکې د ميکروب وژني خاصيت هم لري.

د غبرګونه اوښکې.

داسې ويل کيږي چې کله ممثلين او اداکاران کوم تمثيل کوي د پياز يوه ټوټه نيږدې سترګو ته نسي، چې تازه پرې شوی پياز د امينو اسيدنو او انزايمونو په ازاد ولو سره د انسان له سترګو اوښکې را جارې کوي.
چې ددې کار په اړه تر اوسه کومه علمي څيړنه نه ده شوي.

بايد وويل شي چې د غبرګوني اوښکي هغه اوښکو ته ويل کيږي چې بغير له کوم احساس څخه د يوه غبرکون له امله د انسان له سترګو بې دريغه اوښکې ولاړې شې لکه د پياز د ميده کولو په وخت کې ، د دود او داسې نور شيانو د ليدلو بويولو په وخت کې د انسان له سترګو ځي.

هغه اوښکي چې د احساساتو له امله وي

هغه اوښکي چې د يوه احساس له امله وي لکه د غم ، خوشالي يا درد له امله وي دېته احساسي اوښکي وايې.

زموږ د مغزو هغه برخه چې احساسات کنټرولوي د لمبيک په نامه ياديږي. د مغزو دغې برخې( لمبيک) ته احساسات د هيبوتالاموس غدې پواسطه ليږدل کيږي. کله چې موږ غم ، درد يا خوشاله ووينو همپوتالاموس غده مو په فعاليت پيل کوي او زموږ په بدن کې د هغه احساس ورته غبرکون رامنځته کيږي. چې ډيری وخت دغه غبرکون د اوښکو په بڼه وي.

شايد هغه وخت مو په زړه وي چې سخت ډار شوي ياست.
آيا د ډار په وحت کې مو څه ډول احساس درلود. ايا ويښتان مو جګ ، جګ نه وو ولاړ، لړزيدلی نه، او يا مو رنګ تغير نه وو کړی.؟

زموږ مغز د هر احساس لپاره ورته غبرګون ښکاره کوي.
کله چې موږ د يوه نيږدې خپلوان د مرګ خبر واورو شايد ډول ډول غبرګونونه وښيو ، چيغې ووهې ، وژاړو او داسې نور څه تر سره کړو چې غير عادي وي.

همدا ډول کله چې انسان خوشاله کيږي هم بدن يې يو ډول غبرګون ښي چې شايد ډيری خلک د خوشالۍ په وخت کې وژاړي ، چيغې ووهې او داسې کړنې تر سره کړو چې غيري عادي وي.

په يوه څيړنه کې ويل شوي چې د يوه احساس له امله د ښځو اوښکې تر ۶ دقيقو او د نارينوو اوښکې تر ۴ دقيقو بهيږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum