The news is by your side.

پروان کې مرګوني سېلابونه, ١١٦ تنه مړه او ١٥٠ ټپیان دي

خبریال وېب پاڼه/ پروان ولایت کې د شدیدو بارانونو له امله سېلابونه را وتلي چې د پروان خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه رسولي.

په پروان کې سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي، په دې سېلابونو کې ١١٦ کسان شهیدان شوي او څه باندې ١٥٠ تنه ټپیان شوي دي.

د پروان ولایت سیمه اییز چارواکي وایي، په سېلابونو کې ٣٠٠ استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

په همدې حال کې ولسمشر غني طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت او اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې د پروان ولایت له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

همدا راز د کابل-جلال آباد، پکتیا، کاپیسا په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي او له امله یې ځینې لویې لارې هم تړل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance