The news is by your side.

د پاکستان قرضونه ۷۲.۲ ټريليونو ته لوړ شوي

خبريال ويبپاڼه/ په پاکستان کې د تحریک انصاف د حکومت په لومړیو دوه کلونو کې ، ددې حکومت لومړني مرحله د داخلي او بهرنیو پورونو څخه ډکه وه ، د پاکستان په نورو قرضونو برسيره ددې هيواد قرض يوازي په څو مياشتو.کې لوړ شوی دی چې د ۱۱.۳۵ ټریلیون ډالرو نه هم لا اوړې.

په تيرو دوه کلونو کې پاکستان د داخلي او بهرنیو سرچینو څخه د پور اخیستو په پایله کې ، د پاکستان لخوا اخيستل شوي ټول پورونه ۳۶.۳ټریلیونه روپیو ته لا اوړي.

د بهرنیو پورونو سربیره ، پاکستان له اخيستل شوي داخلي قرض شوي پورونه هم شتون لري چې دولت د مالي کسر د پوره کولو لپاره له مرکزي بانک او سوداګریزو بانکونو څخه اخيستل شوي دي.

د پاکستان دولت د کورني او بهرني پور د دې لوړې کچې له امله سخت انديښمن کړي دي،.
د پاکستان د اقتصادي چارو کارپوهانو اندیښنه څرګنده کړي ده چې د دغه هیواد لخوا د پور اندازه دومره پراخه شوي ده، چې که يې اقتصادي حالت همداسي پاتي شي. تر هيڅ کله به يې پوره او ادا نه کړي.

ددغه کاروپوهانو په ​​وینا ، د پاکستان هیواد مخ پر ځوړ مالي حالت او د زياتې خسار سربیره ، د ډالر په مقابل کې د کلدارو ارزښت را کمیدل او د سود نرخونه ډيريدل په پاکستان باندې د قرضونو ډیریدونکو لاملونه څخه شميرل کيږي ، کوم چې د بهرني او داخلي پورونو ګړندي زیاتوالی لامل شوی ده.

د پاکستان د مالیې د وزارت ویاند وویل چې د سود نرخونو او ډالر ارزښت کې زیاتخوالي سره ، د کورونا ویروس او په ټول پاکستان کې د کرنتين حالت د پاکستان ملي اقتصاد ته سخت زیان رسولی ، او برعکس د مالیاتو راټولول يې کم کړي دي او مختلفو سکتورونو ته د دولت مرستې. او ځينې نورې چاري دې چې پاکستان يې سخت تاواني کړی دی.

په تيرودوو.کلونو کې پاکستان څومره قرضداره شوی دی؟

د پاکستان د خزاني د ورات په وينا په تيرو دوو.کولو کې ۳۶ ټريلینونو سربيره ۸۷ سلنه نور هم قرضداره شړی دی.
ددې وزارت د راپور له مخې مخکې دوه کلونه يعني تر ۲۰۱۸ پورې پاکستان ۳۶ ټريليونه ډالر قرضداره وو خو او دغه روان دوه کلونه يعني تر ۲۰۲۰ کال پورې ۷۲،۲ ټريليونه ډالر د نړيوالو او داخلي پورونو قرضداره دی.

هيره دې نه وي چې په پاکستان کې د مالي وصعت تر څنګ ددې هيواد د سياسي ګوندنو ترمنځ هم ناندرۍ رواني دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.