The news is by your side.

تېره میاشت کندهار کې ٨٩ ماین چاودنې شوي

خبریال وېب پاڼه/ د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، تېره زمري میاشت کې کندهار د چاودنو او ملکي مرګ ژوبلې له پلوه تر بل هر ولایت مخکې وو.

د معلوماتو په اساس په تېره زمري میاشت کې د کندهار ښار په ګډون د کندهار ولایت په بېلابېلو “ارغستان، معروف، تخته پل، پنجوایۍ، ژړۍ، خاکرېز، شاه ولي کوټ، ارغنداب او ډنډ” ولسوالیو کې ٨٩ ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنې شوي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د چاودنو ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مسؤولین وایي، د مخامخ جګړو سره سره په ماین چاودنو کې د ملکي وګړو تلفات د تېرو کلونو په پرتله په بې سارې توګه لوړ شوي.

وی زیاتوي، چې په زمري میاشت کې مخامخ جګړو او ماین چاودنو کې ٩٧ ملکیان شهیدان شوي او ٩٤ ټپیان دي.

د کندهار امنیتي چارواکي وایي، چې وسله والو د جګړې بڼه له مخامخ جګړې څخه ځمکنۍ ماینونو ته اړولې، چې د امنیتي ځواکونو سره سره یې ملکیان هم قربانیان دي.

د سړک غاړې او ځمکني ماینونه د طالبانو له لوري امنیتي ځواکونو ته ځای پر ځای کیږي، خو ډېر کله د امنیتي ځواکونو پر ځای د ملکیانو موټرونه پرې ور برابریږي او چاودنه پرې کوي.

طالبان او افغان حکومت چې اوس مهال د بین الافغاني مذاکراتو او سولې کولو کولو په درشل کې دي، طالبانو تاوتریخوالی په بې سارې توګه زیات کړی او ورسره څنګ کې یې د سړک غاړې ماینونه، ځمکني ماینونه او نورې ماینونه چاودنې زیاتې کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.