The news is by your side.

له طالب مشرانو د ای ایس ای د مشر فیض حمید غوښتنې

خبریال وېبپاڼه طالب مشرانو مشر ملا عبدالغني برادر، ملا خيرالله خير خوا، محمد نبي عمري، شهاب الدين دلاور ، عبدالطيف منصور او قاري دين محمد د پاکستان د جاسوسي ادارې د مشر لفټنیټ جنرال فیض حمید سره لیدلي ‌دلي‌.

دا لیدنه په اسلام اباد کې شوې او د پاکستان د څارګرې ادارې مشر له طالبانو درې مهمې غوښتنې کړي ‌دي.

له قطر نه پآکستان ته تللي ‌طالب مشرانو نه چې اوس د طالبانو د تحریک سیاسي ‌برخه چلوي یوه یې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د پاکستان د څارګرې ادارې د مشر فیض حمید له لوري‌ درې غوښتنې واضح شوې چې تر دې وړاندي ‌ د بهرنیو چارو د وزیر شا محمود قریشي سره هم د ځینو غوښتنو په تړاو پر ځینو یې بحث شوی وو.

د طالب مشرانو له لوري ‌خبریال وېبپاڼې ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې فیض حمید له طالب مشرانو غوښتي‌ چې د هغه (۶) طالب زندانیانو د خوشي کېدو تر خبره تیر شي‌ چې فرانسه او اسټرالیا یې د خوشي کېدو مخالف دي. دا شپږ بندیان له هغه پنځه زره بندیانو دې چې ۴۶۰۰ یې محمد اشرف غني ‌خوشي ‌کړل او د ۴۰۰ د خوشي کېدو پرېکړه یې لويي‌ جرګې وکړه، خو فرانسې او اسټرالیا د (۶) طالب زندانیانو له خلاصون سره ځکه مخالفت وکړ چې ددوی سرتېري یې وژلي ‌دي‌.‌

طالبان وايي چې دوهمه غوښتنه د پاکستاني استخباراتو مشر د بین الفغاني خبرو د دریو غونډو د کوربه توب ده چې پاکستان یې کلک غوښتونکی دی.

خبریال وېبپاڼې ته ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې د بین الفغاني مذاکراتو لمړۍ غونډه به د قطر په دوحه کې، دوهمه ترکمنستان او دریمه جرمني یا ناروې کې کېږي .

تر هغه وروسته پاکستان غواړي چې د بین الفغاني مذاکراتو د غونډو کوربه توب ترلاسه کړي.‌

هم دا راز د طالبانو د مذاکراتي ټیم یوه غړي‌ خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د پاکستان د استخباراتو مشر د طالبانو ملا عبدالغني برادر، ملا خيرالله خير خوا، محمد نبي عمري، شهاب الدين دلاور ، عبدالطيف منصور او قاري دين محمد ته ویلي دي چې د افغان حکومت او امریکا ګډه غوښتنه ده چې په افغانستان کې په موجوده تاوتریخوالي‌ کې کمبوت راشي.‌

مطلب دا چې د پاکستان استخباراتو په دغه سفر کې یوه خپله؛ یوه د امریکا او افغان حکومت ګډه او بله د امریکا حکومت، ټولي درې غوښتنې طالب مشرانو ته ایښې دي.‌

بل لورته دا ځل د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح لیکلي چې پاکستان د ترهګرو طالبانو کوربه ‌توب وکړ، هغه هم تر دې وروسته چې پر دې ډلې یې بندیزونه اعلان کړل.

صالح د اګست پر ۲۵مه ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د طالب پلاوي د ناستې عکس په خپرولو لیکلي چې له ترهګرو طالبانو د پاکستان حکومت په زړه کې کوربه ‌توب شوی، هغه هم یو ورځ وروسته تر دې چې اسلام‌ اباد پر هغوی بندیزونه اعلان کړل.

د طالبانو په دغه وروسي‌ سفر کې چې پاکستان ته یې کړی دا ځل ډېره پاملرنه مولوي ‌صیب شهاب الدین دلاور ته پاکستاني‌ چارواکو کړې چې ښايي وروسته یې جزیات بربنډ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.