The news is by your side.

د تورخم له لارې سوداګرۍ ٨٠ سلنه کموالی موندلی

خبریال وېب پاڼه/ د تورخم له لارې هېواد ته د سوداګرۍ کموالی

د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر منځ د خرابو سیاسي اړیک له کبله د تورخم له لارې سوداګرۍ ٨٠ سلنه کموالی موندلی دی.

سوداګر وايي د دواړه هېوادنو اقتصاد او سیاست سره تړلی چې د پولي دواړو خوا سوداګرو ته يې میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

دوی وایي د ورځې به شاو خوا ۱۵۰۰بار وړونکو موټرو تګ راتګ کولو خو اوس دغه ارقام ۲۰۰ سوه ته را ټیټ شوی دی.

د ننګرهار ګمرک رييس وايي د سوداګرو لپاره يي سهولتونه برابر کړي او کوښښ کوي چې یو ځل بیا دغه لار پخواني حالت ته یوسي.

سوداګر وایي له تېرو لسو کلونو را هیسې له دې لارې سوداګري کمه شوې ده.

دوی وايي د پاکستان او افغانستان تر منځ د ترینګلي سیاسي اړیکو له امله د تورخم له لارې هېواد ته سوداګري کمه شوې او دغې چارې سوداګرو ته میلیونونو ډالر زیان اړولی دی.

سوداګر وايي دافغانستان ۹۰ سلنه تجارتي اموال د کراچۍ بندر له لارې هېواد ته راځي خو د دواړه هیوادونو تر منځ د نه همغږۍ له امله د افغان سوداګرو ۱۳۵۰۰ کانټینر د پاکستان په خاوره کې بند پاتې دي.

دوی وايي د هېواد دننه نا سم ګمرکي وضعیت او نا انډولۍ هم د تورخم له لارې سوداګري کمه کړې ده.

سوداګر شکایت کوي چې د ننګرهار ګمرک د محصول تعرفه لوړه ده او دوی کوښښ کوي چې ننګرهار او کابل ته د کندهار او خوست له لارې تجارتي اموال راوړي چې په قیمت ورته ارزانه تمامیږي.

د ننګرهار ګمرک هم مني چې له تېرو لسو کلونو راهیسې له دغې لارې سوداګري کمه شوې ده.

چارواکې وايي اوس يي سوداګرو ته ګمرکي سهولتونه برابر کړي خو کوښښ کوي چې له دې لارې یو ځل بیا سواګري زیاته شي.

نصرت الله صاحبزاده وايي قانون سل سلنه تطبیق کوي خو وايي د هېواد ګمرکې قوانین یو شان دي او هېڅ کله به اموال په لوړه بیه محصول نه کړي.

تورخم لار د کراچۍ بندر له لاري هېواد ته تر ټولو اسانه او مناسبه لاره ده خو سوداګر وایي که ستونزي يي حل شي یو ځل بیا به له دې لارې سوداګري زیاته کړي.

د پاکستان سره وخت نا وخت د سیاسي اړیکو د خرابوالي له امله د پاکستان او افغانستان سوداګريزې اړیکې قرباني شوي دي.

د پاکستان حکومت هر کله یې چې زړه وغواړي پر افغان سوداګرو ټول سوداګریز بندرونه تړي او د صادراتو او وارداتو مخه نیسي، چې له امله یې افغان سوداګر او کروندګر له لوی سر خوږي سره مخ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.