The news is by your side.

د نورو خطرناکو سيلابونو د راوتلو خبر داری!

خبريال ويبپاڼه/د امريکا د توپان پيژندې ملي ادارې خپلو امريکايې وګړو ته د نورو سترو.او خطرناکو سيلابونه د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د امريکا د توپان پيژندنې ملې ادارې د په داسې حال کې خبری داری وکړی چې تيره ورځ ددغه هيواد په جنوبي سيمو کې سختو بادنو او خطرناکو سيلابونو تر يو نيم ميليون زيات کسان بې کوره او تر ۳۰ زيات کسان يې مړه او ژوبل کړل.

دغه خطرناک توپانونه تيره ورځ چهار شنبه ماسپښن مهال د تکزاس او لوييزيانا ايالتونو ته د څلور درجې په لوړ والي سره ورسيدل.

چې د کاريب په سيمه کې يې تر ۳۰ زيات کسان وژلي او تر يو نيم زيات کسان بې کوره کړي دي.

د توپان ملې ادراې له خلکو غوښتي چې د توپان تر کابو کيدا پورې دې خپل کورونه پريږدې او ځانونه دې غوندي ځايونوته ورسوي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له امريکايې وګړو څخه غوښتي چې د ځايې چارواکو خبره دې ومني د توپان او سيلابونو تر کابو کيدا پورې دې غوندي ځايونو ته ولاړ شي.

بايد وويل چې د نړۍ په بل کونج اسيا کې هم د درنو اورښتو او خطرناکو سيلابونو د راوتو خبرداری ورکړل شوی دی.

د ياد ولو و ده چې پرون چهارشبنه د افعانستان په ډيریو ولايتونو کې درانه اورښتونه وشول چې تر ټولو سخته مرګ ژوبله يې د افغانستان په شمال کې پروان ولايت ته واړوله. په دغه ولايت کې يې تر ۱۰۰ زيا کسان مړه او تر ۱۱۵ زيات کسان ژوبل کړل.
بايد وويل چې د پروان مرکز چاريکارو کې درنو سيلانو په زرکونو کورنه نړيولي دي چې د شپې تر ناوخته د ژرغورني ډله لګيا وو له خټو او د رنګ شوو کورنو له منځ يې پاتي شوي کسان راويستل.

کابل او ميدان وردګ هم له هغو ولايتونو څخه وو چې دد درنو اورښتونو له امله يې زيات شمير خلک بې کوره او تر ۲۰ ژوبل او ووژل شول.

هيره دي نه وي چې دپاکستان په کراچۍ ښار کې هم د سختو اورښنونه له امله بيړنۍ حالت اعلان شوی دی ، او ددې ښار زيات وګړي يې بې کوره کړي او تر ۴۵ زياتو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان د هوا پيژندي ملې ادارې هم د نورو بارانونه د اوريدو خبرداری ورکړی. د هوا پيژندني ملي اداري وړاندوينه کړي چې تر ټولو زيات بارانونه به د افغانستان په شمال ، مرکز او ختيځو سيمو کې وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.