The news is by your side.

عباس ستانيکزی: د بين الاافغاني خبرو لپاره مو مرکچي پلاوی اعلان کړ

خبريال ويبپاڼه /په فطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د هغو طالب مشرانو نوملړ خپور کړی چې د سولې په بين الافغاني مذاکراتو کې به ګډون کوي.

د طالبانو د قطر دفتر څخه په يوه خپره شوي اعلاميه کې د هغو طالب مشرانو نومونه تر سترګو کيږي چې ددغې ډلې په شل کلنه جکړه کې پراخ واک درلودونکي طالبان مشران دي.

هيره دې نه وي چې په دغه ۲۱ کيز مرکچي پلاوي کې ۱۳ تنه يې د مشر تابه شورا غړي.

د طالبانو د فطر دفتر د مشرتابه شورا غړي عباس ستانيکزي رسنيو ته ويلي چې دوی د بين الافغاني مذاکراتو لپاره جمتو دي.
خو ښاغلي ستانيکزي په افغان حکومت نيوکه وکړه او هغه یې تورن کړ چې د سولي د پروسې د زيانميدو لپاره په لوی لاس خنډونه جوړوي.

بايد چې افغان حکومت وار د مخه معصوم ستانيکزي په مشرۍ د بين الافغاني خبرو لپاره يو پلاوی ټاکلی وو چې پکې د مدني ټولنو غړو، ميرمنو، او د سياسي ګوندنو استازي شامل وو.

هغه نوملړ چې د طالبانو له خوا رسنيو ته ليږدول شوی دی.

مولوي محمد عباس ستانيکزی
شيخ عبدالحکم
مولوي عبدلکبير
مولوي نور محمد قاقيب
ملا محمد ذاهد احمدزی
ملا شرين ا خوند
ملا عبدالطيف منصور
قاري دين محمد
ملا عبدالسلام حنفی
ملا عبدالمنان عمري
شيخ محمد قاسم ترکمن
ملا محمد فاضل مظلوم
ملا عبدالحق وثيق
مولوي مطيع الحق حالص
محمد سوهيل شاهيل
ملا محمد نبي عمري
انس حقاني
ملا خيرالله خير خوا
مولوي شهاب الدين دلاور
ملا فريد.

هيره دې نه وي چې طالبانو د بين الافغاني مذاکزاتو د پيل شرط د خپلو ۴۰۰ بنديان خوشي کول ښودل شوی وو. او ويلي وو چې تر څو يې ټول ۴۰۰ طالب زندانيان نه وي خوشي شوی دوی بين الاافغاني مذاکراتو ته نه کيني.

چې په ورته وخت کې افغان حکومت هم د دغه ۴۰۰ خطرناکو طالب بنديانو د خوشي کولو لپاره د سولې لويه مشورتي لويه جګره را وغوښته.
چې دسولي مشورتي لويې جرګي غړو په درايو اکثريت سره پريکړه وکړه چې دغه ۴۰۰ طالب زندانيان دې خوشي او په ټول هيواد کې دې اوربند اعلان شي.

خو د طالبانو ددې ۴۰۰ بنديانو خوشي کيدا په نړيواله کچه ناندرۍ راوپارولي.
ځينو اورپايې هيوادنو ددغه ۴۰۰ طالب بنديانو له ډلي يې د ۶ د نه خلاصون غوښته وکړه.

خو اوس داسې ښکاري چې طالبانو په خپل دريځ کې نرمښت راوستلي او د بين الافغاني خبرود پيليدا او اوربند هيلې ډيري شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.