The news is by your side.

هېواد کې د مرګونو سېلابونو له امله مالي او ځاني زیانونه

خبریال وېب پاڼه/ د څو شپو او ورځو را هیسې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د شدیدو اورښتونو له کبله راوتلیو سېلابونو هېواد والو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چاذو کې د دولت وزیر محمد قاسم حیدري نن په یوه خبري غونډه کې په یو شمېر ولایتونو کې د راوتلیو سېلابونو د خساراتو کچه لوړه یاده کړه.

د ښاغلي حیدري په خبره په دې سېلابونو کې ١٥١ هېو وال شهیدان شوي او شاو حوا ٢٠٠ ټپیان دي.

په دې سېلابونو کې ٢٠٠ استوګنیز کورونه بشپړ ویجاړ شوي، ٤٥٠٠ ونې، ١٥٥ زره کرنیزه ځمکه تخریب شوې او ٦٠٠ څاروي له منځه تللي.

طبیعې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر محمد قاسم حیدري زیاتوي، چې په پروان او کاپیسا کې ولایتونو کې په تخریب او وران شویو استوګنیزو کورونو کې تر خاورو لاندې لا هم د جسدونو او ټپیانو د موندنې عملیات روان دي.

دا سېلابونه په پروان، کابل، کاپیسا، میدان وردګو، پنجشېر، ننګرهار، لوګر، پکتیا پکتیکا، نورستان، لغمان او خوست ولایتونو کې د شدیدو اورښتونو له کبله را وتلي دي.

تر اوسه په سېلابونو کې په پکتیا کې یو تن، ننګرهار کې دوه تنه، پنجشېر کې درې تنه، میدان وردګو کې اووه تنه، کاپیسا کې ١٧ او کابل کې ١٩ تنه شهیدان شوي دي.

تر ټولو شدید سېلابونه بیا په پروان ولایت کې را وتلي، چې خلکو ته یې سخت مالي او ځاني تلفات اړولي دي، تر اوسه په دغه ولایت کې څه باندې ١٠٠ تنه شهیدان شوي او نږدې ٢٠٠ ټپیان دي.

ولسمشر غني پروان او یو شمېر سېلاب ځپلیو ولایتونو کې د سېلابونو له امله زیانمنو کورنیو ته د بېړنیو مرستو لېږلو سپارښتنه کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.