The news is by your side.

عبدالله ، عبدالله: راتلونکي اونۍ به بين الافغاني مذاکرات پيل شي

خبريال ويبپاڼه /د ملې پخلايني عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي د افغان حکومت او طالباتو تر منځ به راتلوونکي اونۍ خبري اتري پيل شي.
ښاغلي عبدالله عبدالله دا خبري په هغې غونډه کې تر سره کړي چې په پلازمپنې کابل کې د سولې او جنګ په انسټيټوټ کې تر سره شوه.

ښاغلي عبدالله په دغه غونډه کې چې د سولي او جنګ انسټيڼټوټ کې تر سره شوه په دريو موضوعاتو خبري وکړي.
لومړی هغه په راتلونکي اونۍ کې د سولي د خپل کنځي خبرو د پيل خبر ورکړ، او دا يې هم چې د ملي پخلاينی د عالي او کابينې نوملړ به بيا او رسنيو ته وړاندي.

داسي ويل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لوړ پړاو به د قطر هيواد په پلازمينې دوحې کې تر سره کيږي.

که څه هم مخکې افغان حکومت وويلي چې ددوي د سولي مرکچي پلاوي لومړی اجنډا به په ټول هيواد کې د اوربند منځته راتګ وي.

د ملي پخلايني هالي شورا مشر عبدالله عبدالله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خپل منځي خبرو د پيليدو خبر په داسي حال کې ورکړ. چې نن سهار د طالبان د قطر د دفتر د مشرتابه شورا غړي عباس ستانکزی هم يو ۲۰ کسيز نوملړ خپور کړ چې په پکې د طالبانو مخکښ مشران شمال دي.
دا هم بايد وويل شي چې د بين الافغاني مذاکراتو د پيليدو خبري له هغه وروسته ګرميږي چې طالب مشران پاکستان نه سفر وکړ.
او د پاکستان لومړي وزير د ملي پخلايني د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره ټيليفوني خبري وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر څخه په يوه خپره شوي اعلاميه کې د هغو طالب مشرانو نومونه تر سترګو کيږي چې ددغې ډلې په شل کلنه جکړه کې پراخ واک درلودونکي طالب مشران دي.

هيره دې نه وي چې په دغه ۲۰ کيز مرکچي پلاوي کې ۱۳ تنه يې د مشر تابه شورا غړي.

د طالبانو د قطر دفتر د مشرتابه شورا غړي عباس ستانيکزي رسنيو ته ويلي چې دوی د بين الافغاني مذاکراتو لپاره جمتو دي.

بايد وويل چې افغان حکومت وار د مخه معصوم ستانيکزي په مشرۍ د بين الافغاني خبرو لپاره يو پلاوی ټاکلی وو چې پکې د مدني ټولنو غړو، ميرمنو، او د سياسي ګوندنو استازي شامل وو.

هغه نوملړ چې د طالبانو له خوا رسنيو ته ليږدول شوی دی.

مولوي محمد عباس ستانيکزی
شيخ عبدالحکم
مولوي عبدلکبير
مولوي نور محمد قاقيب
ملا محمد ذاهد احمدزی
ملا شرين ا خوند
ملا عبدالطيف منصور
قاري دين محمد
ملا عبدالسلام حنفی
ملا عبدالمنان عمري
شيخ محمد قاسم ترکمن
ملا محمد فاضل مظلوم
ملا عبدالحق وثيق
مولوي مطيع الحق حالص
محمد سوهيل شاهيل
ملا محمد نبي عمري
انس حقاني
ملا خيرالله خير خوا
مولوي شهاب الدين دلاور
ملا فريد.
بايد وويل شي چې تيره ورځ طالبانو لوړو پوړو چارواکو خبريال ډاټ کام ته ويلي وو چې ډير ژر به بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.