The news is by your side.

پاکستاني بالران نه د دين شول نه د سادين

خبريال ويبپاڼه/ ښايې ډير ځله مو دا مو خبره اوريدلي وي او يا مو په خپله ليدلي وي چې د کرکيټ په نړۍ کې پاکستان هغه هيواد دی چې بريد کوونکي او خطرناک بالران لري.

پاکستان تل په هر فارمټ لوبو کې که هغه پنځه ورځنۍ وي ، شل اوريزې وي يا يوه ورځنۍ لوبي وي په خپل غوره بالينګ او بالرانو اتکا کړي دي.

خو دا هم بايد وويل شي ډيری وخت پاکستان د خپل غوره باليمګ پر مټ لوبي ګټلي دي.

بايد وويل شي چې د پاکستان دغه غوره باليينګ د کرکيټ د نړيوالي شورا په تازه خپره شوي درجه بندي کې بيخي شاته غورځول شوی دی.

تيره ورځ د کرکيټ نړيوالي شورا د لس غوره(ټاپ ټين) په درجه بندۍ کې د پاکستان يو بالر هم شتون نه لري.

د کرکيټ نړيوالي شورا (I C C) دغه درجه بندي د اګست مياشتي په ۲۶ مه د پاکستان او انګليستان له پينځه ورځنۍ لوبي وروسته اعلان کړه.

چې ددې درجه بندۍ تر ټړلو مخکښ او لومړنی لوبغاړی د انګلستان هيواد جميز اينډرسن دی چې تر ۶۰۰ زياتي ويکټي يې اخيستي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان په اوسنۍ لوبډله کې تر ټولو تکړه او مخکښ بالر محمد عباس په ۱۴ نمبر راغلی دی.

چې د کرکيټ د نړيوالي شورا دغه نوي خپره کړي درجه بندي پاکستاني لوبډله هيښه کړي دي.
په تيره بيا په ټولنيزو رسنيو کې يې غوغا رامنځته کړي ده.
په ټولو رسنيو کې د کرکيټ پر نړيوالې شورا سختې نيوکې شوې او دغه شورا يې له پاکستان سره د مور او ميرې په چلند تورنه کړي ده.

د پاکستان په مشهوره اردو نيوز ورځپاڼه کې ددې مطلب تر سرليک لاندي چې (پاکستاني بولر تين مي نه تيره مې هې) اوږده ليکنه شوي چې د کرکيټ نړيواله شورا يې له پاکستان سره په ناوړه چلند تورنه کړي ده.
او په دغه شورا يې تور پورې کړی چې د هند تر نفوذ لاندي ده، او هند نه غواړي چې د پاکستان کرکيټ وده وکړي.

دغې اردو ژبي ورځپاڼې ادعا کړي کړي چې د عمران له دورې څخه رانيولي تر اوسه د پاکستان بالرانو د کرکيټ په نړۍ پاچهي کړي ده. خو د ورځپاڼې په وينا هر وخت د کرکيټ نړيوالې شورا ورسره دوه مخی چلند کړی دی.

دا هم بايد وويل شي چې د کرکيټ د نړيوالي شورا په يوه ورځنۍ لوبو درجه بندي کې د افغانستان د کرکيت مخکښ او تکړه توپ اچوونکی راشد خان ته د لومړۍ ذرجې اعزاز ورکړل شو.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.