The news is by your side.

طالبانو هغه خبره رد کړه چې په راتلوونکي اوني کې به خپل منځي خبري پيلږي

خبريال ويبپاڼه/ تازه د قطر دفتر د مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي رويټرز خبري آژانس ته ويلي چې دوی په راتلونکي اونۍ کې د بين الاافغاني خبرو ته کوم پلان نه لري.

ښاغلي عباس ستانکزي تير ماښام زړيټرز خبري آزانس دغه څرګندوني په داسې حال کې کړي دي چې تر دې څو ساعته مخکي عباس ستانکزي د هغه طالب مشرانو نوملړ خپور کړ چې د سولي په بين الافغاني خبرو کې به ګډون کوي.
ښاغلي ستانکزي دا هم ويلي وو چې دوی (طالب مشران) د سولي بين الاافغاني خبرو ته پوره چمتوالی لري.
خو په افغان دولت يې تور پورې کړی وو چې هغه نه غواړي د سولي بين الاافغاني خبري اتري شروع.

طالب مشران دغه څرګندوني د ملي پخلايني د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هغو خبرو په ځواب کې کړي چې تيره ورځ ښاغلي عبدالله د سولې او جنګ په انسټيټوټ کې يوې غونډي په ترڅ کې وويل چې ډير احتمال شته چې راتلونکي اونۍ کې به د افغانانو تر منځ بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

تير ماښام د ملي پخلايني د عالي شورا د مشر په ځواب کې د طالبانو د قطر دفتر سياسي وياند سوهيل شاهين اذادي راډيو ته وويل چې دوی به هيڅ کله تر هغه بين الاافغاني خبرو ته کينني تر څو يې پاتي ټول بنديان خوشي شوي نه وي.

تيره مياشت د سولې مشورتي لويې جرګې په ۲۵ ماديز پريکړه ليک د ۴۰۰ طالب زندانيانو له خوشي کولو سره هوکړه وکړه.

د جرګي له هوکړې وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ۴۰۰ طالب زندانيانو د خوشي کيدو فرمان لاسليک کړ خو د فرمان له لاسليک وروسته يوازي ۸۰ تنه زندانيان خوشي شوي چې ۳۲۰ يې لاهم په بند خونو کې دي.

هيره دي نه وي چې د بنديانو د خوشي کيدو مسله هغه وخت ټکنۍ شوه چې ځينو لويځو هيوادنو د ۶ تنه بنديانو له خوشي کيدو سره مخالفت وکړ. په تير بيا فرانسي هيواد له افغان حکومت څخه په ټينګه غوښتنه کړي وه چې ددغو ۴۰۰ طالب زندانيانو په نوملړ هغه ۳ تنه هم شامل دی چې په افغانستان کې يې دوی اتباع وژلي وه.

دا هم بايد وويل شي چې د بين الافغاني مذاکراتو د پيليدو خبري له هغه وروسته ګرميږي چې طالب مشران پاکستان ته سفر وکړ.
او د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ملي پخلايني د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره ټيليفوني خبري وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.