The news is by your side.

افغان حکومت پر ۶۰۰ جريبه ځمکه د بيرو باغونه جوړوي

خبريال ويبپاڼه /د کابل ـ جلال اباد پر لویه لارې د لغمان اړوند سیمو کې پر ۶۰۰ هکټاره دښتو د بیرو باغونه جوړېږی، چې د خوارک نړیوال سازمان په مرسته یې د نیالیګو کر پیل شوی دی.

د لغمان کرنې اداره وايي، په لومړي پړاو کې به څلور سوه هکټاره دښتې ابادي کړي، خو که حکومت بودیجه ورکړې نو چمتو دي، چې د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې پر شپږ نیم زره هکټاره ځمکو ورته باغونه جوړ کړي.

مسوولین وایی، د دې پروژې پلي کېدو لپاره یې شپږ نیم سوه زره نیالګي تولید کړي چې یو څه برخه یې نورو ولایتونو ته هم لېږدولې دي

د شاړو دښتو د ابادۍ او سمورتیا هڅې

د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې د لغمان له مشلې کمر تر درونتې پر ۶۰۰ هکټاره دښتو د بېرو باغونه ابادېږي، چې دا اوس عملاً د لغمان کرنې اداره د ځایي خلکو په مرسته نیالګي کري.

چارواکي وایی، په لومړي پړاو کې به څلور سوه هکټاره دښتې زرغونې کړي، چې د ۶ نیم سوه زره نیالګیو د تولید پروسه يې پیل کړې.
دوی وایی، دې برخه کې د حکومت له لوري کومه بودیجه نشته او د خوراک نړیوال سازمان په مرسته دغه پروژه پلي کېږي.
د کرنې ادارې مشر وویل، د لغمان سربیره یې زرګونه نیالګي یو شمېر نورو ولایتونو ته هم استولي، چې د شاړو ځمکو په ابادۍ کې ترې ګټه واخیستل شي.
د باغونو په جوړلو کې په لسګونه ځایي خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې.
کارګر وایي، خوښ دي، چې د سیمو د ابادۍ تر څنګ یې کاري فرصت هم مندلی دی.
پر لسګونه جریبه دښتې د بیرو باغونو جوړېدل به نه یواځې دا چې دا سیمې سمسورې کړي بلکې د شاتو مچیو لروونکو لپاره هم یو فرصت دی تر څو هغوی فارمونه جوړ کړي او له همدې بیرو په ګټې د شاتو لوړ حاصل تر لاسه شی
د کرنې اداره وایي، که وزارت د بیرو د باغونو د جوړولو لپاره بودیجه ورکړي نو دوی چمتو دي چې د لغمان په پنځو ولسوالیو کې پر ۶ نیم زره هکټیاره شاړو ځمکو د باغونو د جوړولو تر څنګ له نورو ولایتونو سره هم د بیرې د کر په ترویج کې پوره مرسته وکړي.

بايد وويل شي چې د وروستيو سيلابونه له امله د افغانستان په ډيرو سیمو کې ډير کرنيزي سيمې او باغونه ويجاړ شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.