The news is by your side.

اتمر: پاتې طالب زندانیان به تر راتلونکې اوونۍ خوشې شي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر وایي، د طالبانو پاتې زندانیان به د راتلونکې اوونۍ تر پای ازاد شي.

د ښاغلي اتمر په خبره ّول هغه خنډونه چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې پراته وو، له منځه تللي دي، د افغانانو تر منځ خبرو لپاره موقع برابره شوې، چې د طالب زندانیانو له خوشې کېدو سره سم به د افغانانو خپل منځي خبرې هم پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دا خبرې د امریکا د سولې انسټیټیوټ سره پر لیکه یا انلاین مرکه کې کړي، نوموړې ویلي، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې لار کې یې لازم اقدامات هم کړي دي.

په ورته مهال طالبانو د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هغه څرګندوحې رد کړي، چې راتلونکې اوونۍ به د افغانژحکومت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره خبرو ته کیني.

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پرون پنجنشبه کابل کې خبریالانو ته ویلي وو، چې راتلونکې اوونۍ به له طالبانو سره د حکومتي پلاوي د مخامخ خبرو لړۍ پیل شي.

بل خوا بیا قطر کې د طالبانو د مشرتابه شورا غړي شېر محمد عباس ستانکزي د ملي پخلاینې عالي شورا د رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دا څرګندونې رد کړې، چې ګواکې راتلونکې اوونۍ د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پیلیږي.

طالبان ټینګار لري، چې د دوی پاتې ٣٢٠ بندیان دې ازاد شي بیا به له هغې یوه اوونۍ وروسته د حکومت له مذاکراتي پلاوي سره خبرو ته کیني.

طالبانو د بین الافغاني خبرو لپاره شل کسیز پلاوی هم چمتو کړی، خو یوازې د افغان حکومت له لوري د دوی د پاتې بندیانو خوشې کولو ته په تمه دي چې بیا به له حکومت سره مذاکراتو ته کیني.

افغان حکومت د پاتې د طالب زندانیانو د خوشې کولو لړۍ ځکه درولي چې له طالبانو غواړي د دوی بندیان چې نږدې ٢٤ کومانډو سرتیري هم په کې شامل دي ور خوشې کړي، خو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست ښاغلي امتر له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې حکومت به پاتې طالب زندانیان هم له کوم قید او شرطه ور ازاد کړي.

په همدې حال کې بیا ځینې هېوادونه د درنو جرمونو یو شمېر هغو طالب زندانیانو له ازادولو سره مخالف دي، چې د دوی د اتباعو پر وژنې تورن دي، ممکن طالبان هم د دې شپږ زندانیانو د ازادولو له غوښتنې تېر شي. خبریال وېب پاڼې ته طالبانو ویلي وو، چې ځکه پاکستان ته د سفر پر مهال پاکستانیو چارواکو له طالب مشرانو غوښتي چې د یادو شپږو طالب بندیانو د ازادولو له غوښتنې نه تېر شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.