The news is by your side.

امیر خان یار: سوله د ولسونو له اتفاق پرته نه شي راتلی

خبریال وېب پاڼه/ د ولسي جرګې لومړی مرستیال او د ننګرهار د خلکو استازی امیر خان یار وایي، د سولې لپاره هیله مند یوو، خو سوله د ولسونو له اتفاق او یووالي پرته نه شي راتللی او موږ به ټول په ګډه او اتفاق سوله راوړو.

ښاغلي امیر خان یار په ولسونو غږ وکړ، چې راځﺉ! ټول د سولې لپاره سره د یووالي لاسونه ورکړو او ټولې هغه لارې چارې وګورو او وڅارو چې پرې سولې ته رسېدی شو.

امیر خان یار د ننګرهار د نوي والي ضیاءالحق امیرخېل په پېژند غونډه کې له دې څرګندونو سره جوخت زیاته کړې، چې ننګرهار د انسان قاچاق او تښتونې له وېرې خلکو پرېښی دی، د انساني قاچاق ، باج ګیرۍ او نورو جرمونو مخه باید ونیول شي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ښاغلي یار هیله وښوده چې نوی والي په ننګرهار کې ښه مدیریت او مأموریت ترسره کړي.

نوموړی وایي، د ننګرهار مدیریت او رهبري نوې شوه، که ولسونه یې هم خپلې پرېکړې نوې کړي او همکار واوسي، ننګرهار ولایت به ښه پرمختګ وکولی شي.

په پارلماني چارو کې ددولت پخوانی وزیر او د ولسمشر سلاکار ضیاءالحق امرخېل اوونۍ وړاندې د ننګرهار لپاره نوی والي وټاکل شو، چې نن یې د ننګرهار ولسونو ته په یوه لویه پېژن غونډه کې ور وپېژندل شو او رسماً به په کار پیل وکړي.

تر امرخېل وړاندې د ننګرهار پخوانی والي شاه محمود میاخېل وو، چې ډېره بریالۍ رهبري او مدیریت یې وکړ او له ډېرو لاسته راوړنو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ په حکم د ملي دفاع وزارت معین وټاکل شو.

د ښاغلي میاخېل له تګ وروسته، ننګرهار شاوخوا یوې میاشتې لپاره بې سرپرسته وو، چې په دې موده کې د ننګرهار پر محبس دروند برید هم وشو او د ننګرهار امنیتي وضعیت ډېر بد شو چې بیا هم له اوږدې مودې وروسته تېره اوونۍ ننګرهار ته والي وټاکل شو او نن به رسماً کار پیل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.