The news is by your side.

ژوند د ژوند لپاره وکړئ

خبريال ويبپاڼه / که څه هم ژوند خورا اسانه او خوږ دی خو ځينو خلکو په خپله په خپل ځان دومره پيټی کړی چې آن يو لهزه هم په خوشالي نه تيروي. تل هر کار په مات زړه تر سره کوي ټول ژوند ورته يو نواخت او يوه بعديز ښکاري هر څه یوازې ددې لپاره تر سره کوي چې هسي ځان ترې خلاص کړي او له ځانه يې لري يې کړي.

خو نه داسي نه ده، تر څو به خپل ځان غط کړی تر څو به کارونه په مات زړه تر سره کړئ، تر څو به همداس غمجن اسکيرلي او زړه ماتي ګرځئ.

شايد ډير داسې خلک به مو ليدلي وي لومړی سختي منډي کوي چې کار پيدا کړي يوه دنده پيدا کړي. هر وخت به وايې چې له بې کارۍ مړ شوم دا ځل چې هسي يو کار يې کوم يې.
خو چې کله بيا وظيفه واخلي ، کار پيدا کړي ، نو له څه مودې وروسته يې له کاره زړه تور او هسي ځانته يوه بهانه لټوي.
تر ډيره ډيری خلک ځان په دې بهانه غلطوي چې راځه خدای مهربان دی. يا دا چې ولا که له لوږې مړه شوو.
ډيری خلک خو ان هر څه حتی ټول ژوند د هغي دنيا لپاره کي. چې په حققت کې داسې نه ده ځکه خدای ج انسانان ددې نړۍ لپاره پيدا کړي قران کريم يې ددغې نړۍ د يوه قانون په توګه راليږی تر څو مسلمان پر خپل ددې دنيا ژوند جوړ کړي.

هغه خلک بايد په دې پو شې چې ځان په دې بهانه غطوي چې دنيا تيره ده دا دنيا فاني داسي نورې سل او زر بهاني. بلکې که دا دنيا مو ښايسته نه کړه ژوند مو پکې جوړ نه کړ انسانانو ته مو پکې خير ونه رساوو.
هغه دنيا به مو هم همداسې ورانه په غمونو او ګړاونو کې ښکيل وي.

رحمان بابا وايې :

ښه ده ، ښه ده دا دنيا چې توښه ده د عقبا
په دنيا کې بدي نشته که بدي نه وي له تا

خبره مې دا کوله چې هر څه بايد په مينه او خوند تر سره شي هر کار بايد په داسې ځانګړې ميني تر سره کړو. ژوند ته د يوه پيټې او بار په سترګه نه بلکلي د يوه ډيره غوره نعمت په سترګه وګورو شکرانه يې ادا کړو خپل تير ټول هير کړو او خورا مينه او کلک هوډ سره راتلونکي ته پلان ونيسو او خپل ټول کارونه په يوه نړی مينه اواخلاص تر سره کړه.

ژوند د ژوند لپاره وکړو نه د مرګ لپاره ، د ژوند ټولي ناکاميو سره په ميړانه مقابله وکړو په ټولنه کې د يو داسې شخص په توګه ژوند وکړو چې د ټولنې ټولو وګړو ته مو خير ورسيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.