The news is by your side.

کندز ته د کرونا مبارزې لپاره سل میلیون افغانۍ په څه شي لګېدلي؟

خبریال وېب پاڼه/ د کندز ولایت لپاره د کرونا پر وړاندې له ځانګړې شوې بودجې سل میلیون افغانیو سمې نیمې یې تری تم شوي.

راپورونه ښیي، چې دا سل میلیون افغانۍ له نیمایي ډېرې غلا شوي، د نورو ولایتونو په څېر په کندز کې هم د یوې روپۍ توکی په دوه اخیستل شوی.

ویل کیږي، له دې پیسو، د لس افغانیو د اوبو بوتل پر ٤٠ افغانیو اخیستل شوی، همدا شان یو لیتر مبلایل پر ٦٥٠ افغانۍ، د ٦٠ افغانیو قیمت لرونکې یو بوتل سپینوونکې مایع دپر ٢٥٠ افغانۍ پېرل شوې، یو د ښوروا دېګ پر ٦ زره او ٧٠٠ افغانۍ افغانۍ پېرل شوی او تر څنګ یې عادي کاغذ تشناب هم په خورا لوړه بیه پېرل شوی.

همدا رانګه ٣٤ قلمه مینځوونکي مواد چې په بازار کې یې بیه ٨٠٧٢٩٨ افغانۍ ده، د تدارکاتو کمېټې له لوري په ٢١١١٦٤٧ افغانۍ پېرل شوي، یوازې په همدې څو قلمه توکو کې ١,٣٠٤,٣٤٧ افغانۍ فساد شوی او تر څنګ یې دوه میلیون افغانۍ بیخي تری تم دي.

تر کندز ولایت وړاندې په نورو ولایتونو کې هم د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې میلیونونه افغانۍ فساد شوی او میلیونونه پیسې ورکې دي.

دا پیسې د یو او بل هېواد له لوري د افغانستان د بې وزلو خلکو سره د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره او د قرنطین په سخت وضعیت کې د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره د یو شمېر هېوادونو له لوري مرسته شوې وې، خو نه پرې د چا درد دوا شو او نه بې وزلو ته نیمه مړۍ ډوډۍ ورسېده.

حکومت هم د کرونا بودجه کې د فساد پر وړاندې جدي اقدامات نه دي کړي، که یې کړی وی اوس به د هر ولایت نه د فساد راپورونه نه را پورته کېدل، حکومت په دې وروستۍ اوونۍ کې د یو څو ولایتونو والیان د کرونا د بودجې نه د شخصي لګښت په توګه د ګټې اخیستنې په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي وو، خو د حکومت هغه کار دی چې د تل په څېر یې خلک نمایشي بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.