The news is by your side.

طالبانو (۱۸) کسان له لوږي ووژل

خبریال وېبپاڼه – په افغانستان کې په جګړه بوختو وسله والو طالبانو (۱۸) ولسي ‌وګړي له لوږي وژلي‌ دي.

دا کسان چې ښځې ماشومان او سپین ږېري پکې شامل دي‌ دافغانستان د وروسته‌ پاتې ولایت اروزګان په چنارتو ولسوالي‌ کې مړه شوي ‌دي.

څه دپاسه درې میاشتې کېږي چې وسله ‌والو طالبانو د ارزګان د مرکز ترینکوټ او چنارتو ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لار د خلکو پر مخ تړلې او یادې ولسوالۍ ته هېڅ ډول خوراکي او غیر خوراکي توکي نه ‌پرېږدي.‌

د اروزګان ولایت د چنارتو یو اوسېدونکی نظرمحمد چې په ترین کورټ کې له میاشتو راهیسي ‌بند پاتې دی خبریال وېب پاڼې ته وویل چې په چنارتو ولسوالي‌ خوراکي توکي، درمل ، د سون مواد او د ضرورت هر ډول سامانونه ختم شوي‌ دي.

نوموړی وايي چې ځیني ‌کسان د ډېرو عادي‌ ناروغیو له کبله او ځیني یوازي ‌او یوازي له لوږې مړه شوي دي‌.‌

د چنارتو یوبل اوسېدونکی چې په پولیسو کې دنده لري ‌وايي‌ چې له تېرو دریو میاشتو را هیسي ‌یې خپل خپلوان په ډېر بد حالت کې ژوند کوي او دده په خبره چې تر (۲۰) زیات سپین ږېري، ماشومان او ښځې د طالبانو له لوري‌ له لوږې مړه شوي ‌دي.

د چنارتو ولسوال فیض محمد حنیفي هم په ولسوالۍ کې د درملو او خوراکي توکو د نشتوالي له امله د نارینه ‌وو او ښځو مړه کېدل تائیدوي، خو وايي کره شمېر په لاس کې نه ‌لري.

ولسوال فیض محمد حنیفي د خبریال وېبپاڼې همکار ته ویلي‌ چې ولسوالي یې په بد حالت کې قرار لري ‌او تر ډېره یې هغه وګړي ‌د طالبانو له لوري ‌له لوږې مړه شوي‌ چې د حکومت تر کنټرول لاندي سیمه کې ژوند کوي.‌      

طالبان وايي چې د اروزګان د چنارتو ولسوالي ‌لاره یې د ځینو(لعملونو) له کبله تړلې ده. قاري‌یوسف احمدي ‌چې دافغانستان په سویل او سویل لویدیځو ولایتونو کې د طالبانو ویاند دی وايي چې دا لاره به لا هم تړلې وي.

دا لمړی ځل دی چې وسله وال طالبان په افغانستان کې له لوږې خلک وژني؛ هسي ‌تر دې وړاندي ‌وسله والو طالبانو په بمي چاودنو، ځانمرګو بریدونو ، هدفي‌وژنو او جنګ جګړو کې ډېری افغانان وژلی دي، خو د لوږې د مرګ قضیه په لمړي ځل راجستر شوې ده.

ځايي اوسېدونکو او د اروزګان ولایت د چنارتو ولسوالي‌ چارواکي له مرکزي‌حکومت نه د عاجلې مرستې غوښتنه کوي او وايي چې حکومت دې دې غمیزي‌ ته عاجله لاره ولټوي، او هڅه دې وکړي چې د چنارتو ولسوالي‌ او ترین کوټ ترمنځ غزېدلی سړک پرانیزي .     

   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.