The news is by your side.

عباس سانکزی: د سولې له خبرو اترو وروسته په نظام کې بدلون راولو

خبريال ويبپاڼه/د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شير محمد عباس ستانکزي رسنيو ته ويلي چې د سولي بين الاافغاني مذاکراتو وروسته دوی د اوسني نظام بدلون غواړي، ښاغلي ستانکزي زياته کړی چې اوسنی نظام دوی ته د منلو نه ده بلکي دوی به په ټول افغانستان کي يو اسلامي نظام جوړوي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي دا هم وويل چې دوی هيله مند دي چې بين الافغاني مذاکرات به ډير ژر پيل شي او په افغانستان کې دغې روانې ۲۱ کلنې جګړې ته د پای ټکی کيږدي.

ښاغلی عباس ستانکزی دا هم وويل دوی چې کوم ۲۱ کسيز پلاوی ټاکلی ډير با صلاحيته او د هر ډول پريکړې واک لري.

خو ستانکزي بيا د افغان حکومت له لوري په مرکچي پلاوپ نيوکې وکړې او ويې ويل چې د معصوم ستانکزي په مشرۍ چې کوم پلاوی افغان حکومت ټاکلی پوره باصلاحيته نه دی ورکړل شوی. بلکي هره پريکړه به له ارګ سره شريکوي.

هيره دې نه وي چې دوه ورځي مخکي د قطر دفتر د مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي رويټرز خبري آژانس ته ويلي چې دوی په راتلونکي اونۍ کې د بين الاافغاني خبرو ته کوم پلان نه لري.
ښاغلي عباس ستانکزي د پنجشنبې ماښام زړيټرز خبري آزانس دغه څرګندوني په داسې حال کې وکړې چې تر دې څو ساعته مخکي عباس ستانکزي د هغه طالب مشرانو نوملړ خپور کړ چې د سولي په بين الافغاني خبرو کې به ګډون کوي.

د طالبانو د قطر فتر سياسي وياند سوهيل شاهين هم تيره ورځ ازادۍ راډيو ته ويلي چې دوی به تر هغو هيڅ کله بين الاافغاني خبر ته کيننې تر څو افغان حکومت د دوی ۴۰۰ طالب زندانيان په بشپړ ډول خوشي کړي نه وي.

طالب مشران دغه څرګندوني د ملي پخلايني د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هغو خبرو په ځواب کې وکړې چې دوه ورځې مخکې ښاغلي عبدالله د سولې او جنګ په انسټيټوټ کې يوې غونډي په ترڅ کې وويل چې ډير احتمال شته چې راتلونکي اونۍ کې به د افغانانو تر منځ بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

تيره مياشت د سولې مشورتي لويې جرګې په ۲۵ ماديز پريکړه ليک د ۴۰۰ طالب زندانيانو له خوشي کولو سره هوکړه وکړه.

د جرګي له هوکړې وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ۴۰۰ طالب زندانيانو د خوشي کيدو فرمان لاسليک کړ خو د فرمان له لاسليک وروسته يوازي ۸۰ تنه زندانيان خوشي شوي چې ۳۲۰ يې لاهم په بند خونو کې دي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.