The news is by your side.

افغان حکومت له ازبکستان سره د ۱۰ کلو لپاره د بريښنا د ورکړې تړون لاسليک کړ

خبريال ويبپاڼه /د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړي اعلاميه کې ويلې چې افغان حکومت له ازبکستان سره د ۱۰ کلونو لپاره د بريښنا د ورکړي تړون لاسليک کړ.

په هغه اعلاميه کې چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت څخه خپره شوي ده پکې ويل شوي چې د افغانستان د بهرنيو چارو چار سمبالي وزير محمد حنيف اتمر او د هغه سيال عبدالعزيز کاملوف سره وليدل.

اعلاميه زياتوي چې محمد حنيف اتمر او د ازبکستان بهرنيو چارو وزير عبدالغزيز کاملوف د بريښنا د ليږد او د افغانستان د بريښنا شرکت او د ازبکستان د انرژۍ ورازت تر منځ د هوګړې د تر سره کولو په سر سره موافقي ته رسيدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره مياشت د افغانستان بريښنا شرکت اعلان وکړ چې په ازبکستان کې د اوبو د کمښت له امله دغه هيواد افغانستان ته د ۳۵۰ ميګا وآټه پر ځای ۳۰ ميګاواټه ته د بريښنا ليږد را ټيټ کړی دی.
چې د بريښنا د کمښت له امله پلازمينې کابل د افغانستان شمالي او ختيځ ولايتونه د بريښنا له سختي پارچاوۍ سره مخ وو.

په ازبکستان کې د افغانستان سفير احمد خالد علمي بې بې سي ته ويلي چې ددغه ټړون له مخي به د بريښنا ليږ د سرخان بريښنا مزو له لاري تر سره شي.
ښاغلي احمد خالد علمي زياته کړه چې ازبکستان اوس غواړي په افغانستان کې د بريښنا په برخه کې پانګونه وکړي. د سفير په وينا ازبکستان غواړي د بريښنا اوسنۍ کچه تر ۴۵۰ ميګا واټه لوړه کړي.

د افغانستان سفير زياته کړه چې له دې وروسته د ازبکستان پانګه د بريښنا په برخه تر يو ميليارد پوري ورسيږي. دا په داسې حال کې ده چې د ازبکستان د پانګې اوسنۍ کچه ۶۰۰ ميليونه ډالره ده.

هيره دې نه وي د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر له هغو افغان سوداګرو سره هم وکتل چې د ازبکستان په هيواد کې اوسيږي.

په اعلاميه کې راغلي چې افغان سوداګرو محمد حنيف اتمر ته دا هم وويل چې د ازبکستان توليدات به افغانستان ته د نورو هيوادنو په پرتله ډير ارزانه تماميدای شي.

بايد وويل شي چې په افغانستان کې د بريښنا د ټکني وضعت له امله سوداګر ، هټۍ وال ، د فابريکو څښتنانو کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
حتی په پلازمينه کابل کې خو د بريښنا پار چاو دومره زيات شوی چې کابل ميشتي د کور روښانولو لپاره اړ کيږي چې له نورو وسايلو کار واخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance